د هلمند محلي چارواکي وايي، هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت له بندیز وروسته دغه ولایت کې  د تېرو کلونو په پرتله د پنبې کرکېله زیاته شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدنسیم مسلم سلام‌وطندار ته ویلي، سږ کال په ۱۵زره او ۳۷۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې، په داسې حال کې چې تېر کال په ۱۳زره او ۱۷۴ هکټاره ځمکه د پنبې کښت شوی و او ۵۰۰۰۰ او ۶۱.۲ ټنه حاصلات یې ورکړي وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو نوموړي زیاته کړې چې د بې‌وخته اورښتونو، وچکالي او نباتي ناروغیو له امله به سږکال کروندګر له خپلو ځمکو څخه د پنبې کم حاصلات ترلاسه کړي.

هلمند کې کروندګر د پنبې د کرکېلې پراخېدو لامل د اسلامي امارت له‌خوا د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز لګول بولي.

د کروندګرو په وینا، سره له دې چې تر دامهاله پنبه ښه بیه او بازار لري، خو د کرنیزو توکو لوړه بیه، وچکالي او ځینې نباتي ناروغۍ هغه څه دي چې ښايي له کبله یې په خپلو کروندو کې کړي لګښتونه، پوره نه‌شي کړی.

د مرکز لښکرګاه ښار یوه کروندګر محمدحسین سلام‌وطندار ته وویل: «د تېر کال په پرتله سږ کال پنبه زیاته کرل شوې، بیه یې هم ښه ده. خو بیا هم کروندګر خپل مصارف نشي پوره کولای، ځکه وچکالي ده، کیماوي سره، او تېل ګران دي او ناروغۍ یې هم وکړه.»

په ورته وخت کې د هلمند د سوداګرۍ خونې رییس غلام‌یحی پښتون وویل، د بُست دولتي فابریکې په ګډون دغه ولایت کې د پنبې ۳۵ فابریکې فعاله دي.

نوموړي وویل، که دغه فابریکې سږنۍ پنبه پروسس کړي، کولای شي درېوو ولایتونو ته د پنبه‌دانې غوړي، اتو ته کُنجاړه او لسو ولایتونو ته هم صابون صادر کړي.

نوموړي وویل: «هلمند کې د دولتي فابریکې په ګډون د پنبې د پروسس ۳۵ فابریکې فعاله دي. که سږ کال یادې ټولي فابریکې د هلمند پنبه پروسس کړي، نو پدې اساس به وکولای شي چې دریوو ولایتونو ته غوړي اته ولایتونو ته کجناره او لس ولایتونو ته صابون ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

هلمندي کروندګر داسې حال کې سږکال د بې‌وخته بارانونو او نباتي ناروغیو له کبله د ور اوښتونکو زیانونو خبره کوي چي د هېواد ګڼو نورو ولایتونو کي هم د سږکال بارانونو او ناروغیو کروندګرو او باغدارانو ته زیانونه اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام