په زابل کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه سوځېدلي او کرنیز محصولات یې له‌منځه تللي دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمو کې یې د اوبو کچه ټيټه شوې او کارېزونه یې وچ شوي چې له امله یې د ګڼ‌شمېر کروندګرو کښتونه له‌منځه تللي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شینکۍ ولسوالي اوسېدونکي سمېع‌الله نوري سلا‌م‌وطندار ته وویل: «په لرو پرتو ولسوالیو کې اوبه ډېرې کمې شوي، د اوبو کچه ډېره کښته شوې ده. پخوا په شینکۍ ولسوالي کې د اوبو ګل په ۳۰-۳۵ متره و، اوس اوبه ۱۵۰ مترو ته کښته شوي دي.»

دا زابل د سیندیزِې حوزې رییس ملا عبدالکریم ذوالفقار د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کي د وچکالۍ له امله شته ستونزې تاییدوي او وايي چې تر ټولو ډېره د میزاني ولسوالي ځپل شوي او له امله یې باغونه او شنې سیمې له‌منځه تللي دي.

 ذوالفقار د زابل له امنیتي مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې په خپل‌سري توګه د ژورو څاه‌ګانو د کیندنې مخه ونیسي او په وینا یې، که مخه یې ونه‌نیول شي، راتلونکی کال به د څښاک اوبه هم پیدا نه شي.

په ورته مهال د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحمت‌الله حماد نیازی هم دغه ستونزې مني او وايي چې د یادو ستونزو ته د رسېدنې په پار یې یو لړ کارونه پیل کړي دي.

رحمت‌الله حماد نیازي وویل: «رښتیا هم په زابل کي وچکالي ډېره شوې ده، اوبه هم ښکته شوي دي. د زابل مسوولان ځینې پلانونه لري، ځیني پیل شوي، پر ځینو يې کار پیل کړی چي هغه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کي ډیمونه او بندونو خبره ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسي مهال ده چې د هېواد په سوېلي ولایتونو په ځانګړې توګه هلمند کې هم د وچکالۍ له امله د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې شته باغونه وچ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام