Asset 1SWN

کابل کې مالیه ورکوونکي د مالیې له لوړېدو څخه شکایت کوي

AF_4

ا.ا له واکمنېدو راهیسې هېواد کې د مالیې ټولولو برخه کې جدي اقدامات کړي او د کورنیو عوایدو یوه لویه برخه هم له همدې لارې ترلاسه کېږي.

خو یو‌شمېر مالیه ورکوونکي د مالیې ټولولو برخه کې د ا.ا له تګ‌لارې شکایت کوي. دوی نیوکه کوي چې اړوند بنسټونه دوی ته د مالیې تحویلو لپاره ډېر وخت نه ورکوي او په ځنډ د مالیې تحویلو له کبله یې هټۍ مهرو او لاک کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول محمداکبر سلام‌وطندار ته وویل: «که دوه ورځې د مالیې په تحویلولو کې ځنډ وکړي، راځي هټۍ یې مهرولاکوي. حداقل یوه میاشت یا ۱۵ ورځې دې وخت ورکړي، موږ اوس وخت کې پیسې له کومه کړو.»

په ورته مهال د یو‌شمېر کوچنیو کاروبارونو مالیه ورکوونکي د خپل کار بازار له سوړوالي شکایت کوي او وايي چې شته وضعیت ته په کتو دوی اړ دي چې حکومت ته لوړې مالیې ورکړي.

دوی له حکومت غواړي چې د مالیه ورکوونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې او د مالیې ورکړې برخه کې محدودیتونه لري او د کاروبار لپاره یې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

کابل کې یوه هټۍ‌وال نوراحمد وویل: «بیې لوړې دي، پېر نشته، ځینې توکي چې موږ راوړو تاریخ یې تېر وي، موږ نشو کولای چې خرڅ یې کړو. له خلکو سره په جنجال پاتې یوو، حکومت باید موږ ته اسانتیاوې رامنځته کړي.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو کارپوه او ملي سوداګر عبدالنصیر رشتیا وايي چې د مالیې ټولولو په اړه قوانین او د پانګوالو او سوداګرو لپاره د هڅونې نشتون هېواد کې پانګونه زیانمنه کړې ده.

نوموړي وویل: «څومره چې قوانین سخت وي او څومره چې سوداګر تر فشار لاندې وي، څه د مالیاتو برخه کې او څه د امنیت، په هماغومره اندازه زړه تورېږي او څوک نه پیدا کېږي چې پانګونه وکړي.»

خو د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلام‌وطندار ته ویلي چې د مالیې ورکړې برخه کې یې سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او د مالیې کچه یې هم راکمه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې په وار وار مالیه ورکوونکو د مالیې لوړېدو څخه اعتراض کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام