د یوشمېر سوېلي ولایتونو، په تېره د کندهار ښاریانو له هغه وروسته د توکو د لوړو بیو په اړه شکایتونه وکړل چې په یادو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه د پاکستانۍ کلدارې پر راکړهورکړه بندیز ولګېده.
د کندهار د والي مرستیال حیاتالله مبارک نن له سوداګرو او صنعتکارانو سره په ګډه غونډه کې له هغوی وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته په پام باید د توکو بیې کنټرول او په ورځنۍ راکړهورکړه کې هم افغانۍ وکاروي.
هغه د جوماتونو له ملا امامانو هم وغوښتل چې خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکړي، څو په ښار کې نرخونه کنټرول او راکړهورکړه هم د بهرنیو اسعارو پر ځای، په افغانۍ وکړي.
بلهخوا د کندهار د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر رییس له سوداګرو او هټۍوالو وغوښتل چې نرخونه کنټرول کړي. هغه خبرداری ورکړ، هغه کسان چې خوراکي او نور توکي په لوړه بیه وپلوري او یا هم راکړهورکړه په بهرنیو اسعارو وکړي، دوی به یې ونیسي.
د کندهار یوشمېر ښاریانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی و. دوی شکایت کړی چې سوداګرو او هټۍوالو پر پاکستانۍ کلدارې له بندیز وروسته د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې کړي چې په خبره یې، دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
خو یوشمېر سوداګر وايي، دا چي اوس هم خلک د توکو پېرلو پر مهال پاکستانۍ کلداري کاروي او د کلدارې ارزښت ډېر لوېدلی؛ نو دوی د اړتیا وړ توکو د رانیولو پر مهال داسې فکر کوي چې بیې لوړې شوې دي.
سوداګر غوښتنه کوي چې د مرکز تر څنګ دې په ولسوالیو کې هم عامو خلکو ته افغانۍ ورکړل شي، څو ټوله راکړهورکړه په افغانۍ شي او خلک د اسعارو د تبادلې پر مهال زیانمن نهشي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجینر عبدالباقي او یو سوداګر محمدخان وايي، خلک لا هم افغانۍ نه کاروي او کله چې خوراکي یا نور توکي پېري، پلورونکی د افغانۍ حساب ورته کوي او دوی داسې انګېري چې توکي یې په لوړه بیه پرې پلورلي دي.
د یادونې ده چې د کندهار تر څنګ، په ډېری سوېلي ولایتونو کې هم خلک شکایت کوي چې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوي او دغه کار د سوداګرو او هټۍوالو له لوري پلان شوی بولي او باور لري چې پر کلدارې د بندیز لګېدو په غبرګون کې یې پر دوی عملي کوي.