Asset 1SWN

خوست کې د خوارځواکۍ د مخنیوي درې‌ورځنی کمپاین پیل شوی

خوست

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې يې د يونيسف په مالي لګښت او د هدف موسسې په تخنيکي همکاري د اوسپنې، پوليک اسید او منرالونو د ورکړې درې‌ورځنی کمپاين پيل کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالرحمان زاهد وايي، ياد کمپاين پرون شنبه پيل شوی او درې‌ ورځې به دوام وکړي. په ياد کمپاين کې په ۳۲۷ هيلف پوسټونو کې له پنځو کلونو څه باندې ۵۵ زره کم‌عمره ماشومانو او شاوخوا ۴۲ زره نجونو ته چې د لسو او نولسو کلونو ترمنځ عمر لري، اوسپنه، پوليک اسید او منرالونه ورکول کېږي.

په خوست کې د ټولنې په کچه د خوارځواکۍ پروګرام مسوول ډاکټر سيدانور وايي، دغه پروګرام په ټولنه کې د خوارځواکي د مخنيوي په موخه درې‌ورځنی کمپاين پيل کړی دی.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۱۳م کال کې د شوې سروې له مخې، څه باندې ۴۰،۴ سلنه هغه مېرمنې چې ماشوم ته شيدې ورکوي او يا هم امیندواره دي، پر انيميا اخته دي او همدا لامل دی چې پر خوارځواکي له اخته مور څخه زېږېدونکی ماشوم به هم پر خوارځواکي اخته وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وايي، د دې لپاره چې ټولنې ته سالم ماشومان وړاندې شي، دوی دغه کمپاین پیل کړی او په ترڅ کې به یې میندو ته اوسپنه، پولیک اسید او ماشومانو ته منرالونه او ویټامینونه ورکړل شي.

د ډاکټرانو په وینا، خوراځواکي په هغو انسانانو کې پیدا کېږي چې په سم ډول د اړتيا وړ خواړه ورته ونه رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام