Asset 1SWN

سلام وطندار

د ګیان ولسوالي روغتیايي مرکز ته هره ورځ پر خوارځواکۍ اخته ۳۰ ناروغان مراجعه کوي

20230620_093039

د پکتیکا زلزله ځپلې ګیان ولسوالي روغتیايي چارواکي وايي چې یاده ولسوالي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او مېرمنو شمېر لوړ شوی دی.

یاده ولسوالي تېرکال یوې مرګونې زلزلې وځپله چې له امله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼ‌شمېر یې ټپیان او د دې ولسوالي نږدې ټول کلي له یوې مخې پر کنډواله بدل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوس له یادې زلزلې څخه د یوه کال په تېرېدو، دې ولسوالي کې د یوازیني روغتیايي مرکز د خوارځواکۍ برخې مسوولان وايي، د ورځې څه باندې ۳۰ مېرمنې او ماشومانو ورته مراجعه کوي چې پر خوارځواکۍ اخته وي.

د دغه روغتیايي مرکز د خوارځواکۍ برخې مسوولانو سلام‌وطندار ته وویل چې پر خوارځواکۍ اخته ناروغانو کې اومېندواره مېرمنې هم شاملې دي.

د روغتیايي مسوولانو په وینا، ګیان ولسوالي کې د تېر کال له زلزلې وروسته چې ډېری کورنیو خپل هرڅه له لاسه ورکړل، د بې‌وزلي زیاتېدو او د کافي خوړو نشتون له امله ډېری ماشومان او مېرمنې پر خوارځواکي اخته شوي دي.

د ګیان د روغتیايي مرکز د خوراځواکي برخې مسوله ډاکټر مینا سلام‌وطندار ته وویل: «دلته هره ورځ ډېری مریضان راځي چې پر خوارځواکي اخته وي. په دوی کې شدید، نیمه شدید او ډېر شدید ناروغان وي. دوی کې زیاتره یې نجونې او ځوانې مېرمنې دي چې په دې ناروغۍ اخته دي. همداشان په دوی کې اومېندواره مېرمنې، ځوانې نجونې او ماشومان هم شامل دي. په ورځ کې لس، اتلس، شل، دیرش او لا دې هم زیات ناروغان وي.»

په ورته وخت کې د پکتیکا د ګیان ولسوالي اوسېدونکي وایي، ډېری ماشومان یې ځکه پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي چې نه‌ د اوسېدو لپاره کورونه لري او نه هم ماشومانو ته مناسب خواړه برابرولی شي.

د ګیان اوسېدونکو ولي مرجان او عالم الدین سلام‌وطندار ته وویل، ډېری هغه ماشومان هم پر خوارځواکي اخته شوي چې په زلزله کې یې خپلې مېندې له لاسه ورکړي دي.

ولي‌مرجان وویل: «تېر کال چې کله زلزله وشوه ډېر داسې ماشومان شته چې مېندې یې مړې شوې اوس دغسې پاتې دي. هغوی ته د غوا او اوزو شیدې ورکوي، هغه بیخي خراب شوي اوس پر بیلابیلو ناروغیو اخته شوي. زموږ سره باید مرستې وشي تر اوسه زموږ سره دې برخه کې هیڅ مرستې ندي شوي.»

عالم‌الدین وویل: «دلته د ماشومانو د خوارځواکي ستونزه بیخي زیاته ده. بیخي په دې برخه کمبود دی، تاسو خپله عیني شاهدان یاست او بل دا چې سږ کال د نورو کلونو په نسبت ګرمي هم زیاته شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ حال او احوال باید رسنۍ خپاره کړي، زموږ غور باید وخوړل شي کنه موږ بیخي ناهیلي شوي یو.»

د ګیان اوسېدونکو په وینا، د ماشومانو د خوارځواکي ترڅنګ سیمه کې یې د پاکو اوبو نه‌شتون له امله د کولرا په نوم ناروغي هم زیاته شوې ده.

دوی زیاتوي چې ولسوالي کې یې کلینیک کوچنی او ناروغان زیات دي چې د ټولو ناروغانو درملنه نشي کولی او نه هم مرکزشرنې ته د لارې خرابوالي له کبله خپل ناروغان لېږدولی شي.

په همدې حال کې د ګیان ولسوالي د روغتیا مسوول ډاکټر فضل‌الرحمان وزیر هم تاییدوي چې د ګیان نفوس زیات او روغتیايي مرکز کوچنی دی چې له کبله یې ټولو ناروغانو ته پر وخت خدمات نه‌شي وړاندې کولی.

هغه وویل، د ورځې د ګیان روغتیايي مرکز ته ان تر ۱۲۰ پورې بېلابېل ناروغان مراجعه کوي چې د دومره ناروغانو د درملنې ظرفیت نه‌لري.

نوموړي وویل: «اوس دا چې هوا ګرمه ده، نو په دې اساس باندې زموږ اوس وخت کې زیات مریضان د اسهال، ستوني درد او ډایري واله ناروغان زیات وي. لامل یې دا دی چې نظافت مراعت کول پکار دي او بل د پاکو اوبو نشتون هم دی.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ګیان له مرکزشرنې شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده چې د لارې د خرابوالي له امله یې خلک مرکز ښرنې ته د خپلو ناروغانو د انتقال لپاره په ساعتونو مزل کولو ته اړ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام