Asset 1SWN

روزګان کې معلولان: زموږ میاشتني معاشونه دې پر وخت راکړل شي

روزګان-معلول۲

په روزګان کې یو‌شمېر معلولان وايي چې ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او میاشتني حقوق یې پر وخت نه ورکول کېږي.

عبدالنافع چې د مخکیني حکومت پر مهال د پولیسو په لیکو کې دنده لرله او د جګړې له امله یې نیم بدن فلج شوی، سلام‌‌وطندار ته وايي، مسوولان یې پر خپل وخت میاشتني حقوق نه‌ورکوي او دامهال له ستونزو او کړاو ډک ژوند تېروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دی چې خپلو اولادونو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دی، له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وویل: «اوس نو د ستونزو سره دومره مخ یو چې د خپل ژونده څخه مو په الله قسم بد راځي. موږ وایو خدایه د یوې خوا مو بچیان درپسې دي، بل مو بچیان جامې نه‌لري، خپل ځان مو هېر دی. بچیانو په خوله کې اخیستي یوو.»

روزګان کې یوشمېر نور معلولان هم له ورته وضعیت شکایت کوي. دوی وایي، د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره میاشت کې څو ځله د شهیدانو او معلولانو چارو امریت ته مراجعه کوي، خو په وینا یې، څوک یې غږ نه‌اوري.

د یاد ولایت له چورې ولسوالي څخه معلول ساعت‌محمد وویل: ««کرایه مو ۶۰۰ او۷۰۰ افغانۍ ده، له یوې خوا موږ غواړو چې موږ ته خپل حقوق پر وخت ورسیږي، موږ ته دي تکلیف نه‌راکوي.»

په ورته مهال عصمت‌الله چې د ترینکوټ ښار اوسېدونکی دی، له حکومت غواړي چې دغه ولایت کې د معلولانو معاشونه پر وخت ورکړي. «موږ ته وایي، نه‌یې رسمي شوی، درېیمه ورځ راشه څلورمه ورځ راشه، که یو موسسه راشي‌، ځان په‌‌کې نوشته کم، نور یي زموږ سره هېڅ مرسته نده‌کړې، دا څلورم ځل دی چې زه دغه ولایت ته راځم راته وایي نه یي رسمي شوی.»

د روزګان مسوولان هم دغه ولایت کې د معلولانو ستونزې تاییدوي، خو وایي، هڅې یې پیل کړي، څو ډېر ژر ټولو معلولانو ته خپل حقونه ورسوي.

د یاد ولایت د شهیدانو او معلولانو چارو رییس عتیق‌الله منظور سلام‌وطندار ته وویل: «نوڅه مشکلات به خامخا وي یا د بانک له وجې څخه یا زموږ دلته په داخل کې مشکل دی چې هغه برق نشته یا بل داسې مشکل موږ لرو چې د دوی هغه کارتونه موږ ژرنشو جوړولای او پر وخت یې نشو ورکولای، خو انشاالله د بسته کال پیسې یي پر یوه ځای ورکوو او که مو چاته د نیم‌کال ده ورکړې وي، هغوی ته هم د ټول کال پیسې پر یوه ځای ورکوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د روزګان مسوولان وایي، تر دامهاله یې دغه ولایت کې ۹۰۰ معلول کسان راجستر کړي او ۶۰۰ نور لاهم پاتې دي چې د ثبت لړۍ یې روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام