د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هغه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د جګړې له کبله کابل ته را کډه شوي، په جوماتونو کې ځای پرځای شي. هغه نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د حج او اوقافو وزیر ته یې لارښوونه کړې، څو د جوماتونو دروازې د یادو کورنیو لپاره پرانېزي.

امرالله صالح وايي، ټولو امنیتي حوزو او پولیسو ته یې لارښوونه کړې چې هېڅوک باید جوماتونو ته د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو د ننوتلو مخه ونه نیسي. نوموړي لیکلي: «عبادت د خلکو خدمت دی. د هېڅ انسان زړه به تر سوځوونکي لمر لاندې د ښځو او ماشومانو سختې او دردناکې شېبې وزغمي. بې‌ځایه شویو او را تښتېدلیو هېوادوالو‌-‌کابل مو کور دی. زموږ کورونه مو پر مخ خلاص دي. تر ټولو نږدې جومات ته ولاړ شئ.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د شمېرو پر بنسټ، له تخار، بغلان، کندوز او بدخشان څخه د را کډه شویو کورنیو شمېر ۱۷۰۰۰ زرو ته رسېږي او د کره شمېرو معلومولو لپاره یې هم سروې روانه ده. دغه کورنۍ اوس د کابل ښار پر سړکونو، لارو او پارکونو کې خیمې وهلي او له سخت وضعیت سره مخامخ دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال پرون هم پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي و چې د بې‌ځایه شویو د ستونزو حل لپاره لاس په‌کار شوي او د هېڅ ډول دولتي امکاناتو او نړیوالو سرچینو له بسیج څخه به لاس وا نه‌خلي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۷ زره کورنۍ د جګړې له کبله بې‌ځایه شوې دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام