پکتیا کې د سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ ټپیان دي
د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.