په دې وروستيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري داسې يو طرزالعمل جوړ شوی چې له مخې به يې د ولسوالانو د ټاکنو لپاره ټاکنې کېږي چې دا بهير پيل شوی او دې برخه کې لومړي ځل لپاره د پنجشېر ولایت په «حصه اول» ولسوالۍ کې خلکو رايې وکارولې.

د پنجشېر د « حصه اول» ولسوال میرویس شجاعي سلام‌وطندار ته وويل، د ولسوالانو د ټاکنې دغه بهير تېره ورځ د خلکو له لوري ترسره شو. د شجاعي په وینا، د دغه طرزالعمل له مخې چې د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې پنجشېر ولايت ته استولی، د پراختيايي شوراګانو  غړي په ټاکنو کې د برخې اخيستو معيار ټاکل شوی او له ۷۰ پراختيايي شوراګانو ۲۸۰ کسانو د ګډون حق درلود چې له دغو کسانو ۱۲ کسانو د ولسوالۍ څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ځانونه نوماند کړي و چې پايله کې يې ۳ کسان د رايو په اکثريت د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته رسمي معرفي شول.

د نوموړي په وينا، له دې بهير وروسته به د ملي امنيت شورا د معيارونو په نظر کې نيولو سره له يادو نوماندانو يو يې «حصه اول» لپاره ولسوال وټاکي.

په ورته وخت کې يو شمېر هغه نوماندان چې ويې نه شوای کړای پوره شمېر رايې ترلاسه کړي وايي، دا ټاکنې د ټاکنو د قانون پر خلاف ترسره شوي دي او د تاييد هېڅ قانوني مرجع نه لري.

دوی زياتوي، د قانون له مخې ټاکنې چې قانوني بڼه لري يوازې، د ولسمشرۍ، ملي شورا، ولایتي شورا، ولسوالۍ شوراګانو او ښاروالۍ ټاکنې دي او نورې ټاکنې هېڅ رسميت نه لري.

له دې سره د پنجشېر اوسېدونکي د دا ډول ټاکنو هرکلی کوي او دا کار ګټور بولي.

له دې ټولو سره سره د پنجشېر ولایت د حصه اول ولسوالۍ ټاکنو کې ځینې بریالي نوماندان وايي چې دوی د ملي امنیت شورا د وروستۍ ټاکنې سیاسي پایلو په اړه اندېښمن دي او تمه لري چې د ملي امنیت شورا به د سیاسي لېوالتیا پرځای ټاکل شوي معیارونه په نظر کې ونيسي.

په پنجشېر کې د ځایي چارواکيو په وینا، د حصه اول ولسوال ټاکل کېدو ټاکنې په ډیموکراټیکه فضا کې او د ناظرانو، څارونکيو او رایې ورکوونکيو او رايې اخيستونکيو په مخ کې په شفافه توګه ترسره شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام