په داسې حال کې چې لوی اختر په رانږدېکېدو دی، د عامې روغتیا وزارت مسوولان خبرداری ورکوي چې د کانګو تبې ناروغي باید جدي وګڼل شي او که پام ورته ونه‌شي د خپرېدو احتمال یې زیات دی.

د روغتیا وزارت مسوولان له خلکو غواړي چې د لوی اختر په ورځو کې روغتیايي لارښوونه ته پام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس برخې غړی حزب‌الله جلیل وایي چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲ کسان په کانګو تبه اخته شوي چې له دې ډلې یو تن مړ شوی دی. نوموړی زیاتوي چې د کانګو ناروغي تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په هرات، کابل او پروان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو شمېر ډاکټران وايي، کانګو یو ډول ویروس دی چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالېږي. د وینې ککړو شیانو سره اړیکه انسان ته ددې ویروس د انتقالېدو بله لاره ده. د ډاکټرانو په وینا، کله چې یو څوک د کانګو په ناروغۍ د اخته حیوان د وینې او جسد سره اړیکه ونیسي، هغه کس پر دې ناروغي اخته کېږي.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون مسوولانو نن د حیواناتو او انسانانو تر منځ د ګډو ناروغیو په ځانګړې توګه د کانګو تبې په تړاو یوه خبري غونډه رابللې وه.

د کابل پوهنتون د وترنري علومو د پوهنځي استاد اسدالله صمدي وايي، د کَنه يا د څارويو له وينې سره تماس، د چرګانو انفلونزا، ليوني سپي سره تماس، د غواګانو محرقه، د کدودانې چينجي او ملاريا د انسانانو او حيواناتو ترمنځ ګډ ساري ناروغیانې دي چې هر کال په لسګونه کسان مړه کوي.

د هغه په ​​وينا، طبي څېړنې ښيي چې له څارویو څخه انسان او له انسان څخه څارویو ته د ويروسي ناروغيو لېږد مخ په ډېرېدو دى.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې غونډې ګډونوال د علماوو، قومي مخورو، ښوونځیو، پوهنتونونو او رسنیو رول مهم بولي او وايي چې د عامه پوهاوي په لوړولو سره به دکانګو ناروغي خطرونه راکم شي.

د عضلاتو درد، حساسیت، خونرېزي، د ستوني درد او کانګې د کانګو ناروغي نښې دي. روغتیايي مسوولان سپارښتنه کوي چې خلک دې د  کانګو ناروغي د مخنیوي لپاره له څارویو سره له مستقیم تماس څخه ډډه وکړي او د څارویو د حلالولو  پر مهال باید دستکشې، ماسک اوعینکې وکارول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام