د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانان له بشري ناورین سره چې په نړۍ کې په چټکۍ په پراخېدو دی، مخامخ دي. ګوترېش ویلي، ټاکل شوې ملګري ملتونه څه د پاسه ۲۲ میلیونه اړمنو سره مرسته وکړي، خو د خپلې اړتیا وړ بودجې ۹سلنه یې ترلاسه کړې.  د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له ځنډ پرته دې د دغه بنسټ د هڅو ملاتړ وکړي.

 د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره شاوخوا پنځه میلیارد ډالر راټولوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسوشیټډپرېس خبري اژانس سره په یوې مرکې کې په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ له امله د مړینو د ګواښ زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي ګوترېش زیاته کړې وه چې له افغانانو سره باید د مرستو کچه زیاته شي، ځکه د نوموړي په خبره، افغانان په یوه داسې وضعیت کې دي چې له امله یې ژوند ته د مرګ ګواښ پېښ دی او ورځ تر بلې دغه ګواښ په ډېرېدو دی.

د اسلامي امارت له راتلو وروسته په هېواد کې اقتصادي ستونزې ډېرې شوي، وزګارتیا او بې‌وزلۍ خپل اوج ته رسېدلې او د بانکو فعالیتونه ټکني شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه‌راز، نړیوالو بنسټونو هم په وار وار خبرداری ورکړی، که چېرته د افغانستان اقتصاد په پښو درولو لپاره له دغه هېواد سره د نغدو پیسو مرسته ونه‌شي، اقتصاد به یې نور هم وپاشل شي او د یوه لوی ناورین خولې ته به ور وغورځېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام