Asset 1SWN

د اوبو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اوبو د بېړني مدیریت غوښتنه وکړه

Khoshksali-pa8zu2mer7l8kenrir99e7bp6veful2bpnbs5rmoaw

د مارچ دوه‌ویشتمه د اوبو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان ښوونیزې، علمي او کلتوري څانګې یا یونسکو د یوه ګډ راپور په خپرولو سره په نړۍ کې د اوبو لا کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې په تلپاتې توګه د اوبو نه کارېدو، د هوا ککړتیا او ناکنټرول شوې تودوخې له کبله د انسانانو ژوند په ورکېدو دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي له کبله شکایت کوي. د کابل ښار د شهرارا اوسېدونکی عتیق‌الله وايي، په سیمه کې یې اوبه نشته او دوی اړ دي چې له نورو سیمو یې راوړي.

د هغه په خبره، که څه هم څو ځله یې د اوبو نل د ور تېرولو غوښتنه کړې، خو لا یې هم ستونزه نه‌ده حل شوې او دوی د کاروبار پر ځای، ساعتونه په اوبو پسې سرګردانه ګرځي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی عطامحمد هم وايي: «اوبه نشته. د اوبو کموالي خلکو ته سرخوږی جوړ کړی. دلته یو جومات دی چې خلک ترې اوبه راوړي. که دا هم نه وي، خلک په اوبو پسې سرګردانه ګرځي. داسې ورځ راغلې چې اوبه نشته، ما موټر نیولی او له دهن‌باغ نه مې اوبه راوړې دي.»

په همدې حال کې د اوبو او برښنا وزارت د تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو رییس عزیزالرحمان عزیز وايي چې اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي یا هم د اوبو کموالي ستونزې د حل په موخه پر څو سترو او کوچنیو پروژو کار کوي.

هغه وايي، د هېواد له سوېل نه تر لوېدیځ پورې سیندیزو حوزو کې د اوبو کموالي تر ټولو ډېرې ستونزې دي. نوموړی زیاتوي چې په ګڼ‌مېشتو ولایتونو او ښارونو کې هم د اوبو کموالۍ ستونزه ډېره ده، خو په خبره یې، دوی یې د حل لپاره کار کوي.

بله‌خوا د چاپېریال ساتنې برخې شنونکي وايي چې د اوبو ښه مدیریت او ورته د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره باید ګټورې لارې چارې چې په نړۍ کې کارېږي، وکارول شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چاپېریال ساتنې برخې شنونکی سیدعبدالباسط رحماني وايي: «افغانستان کې د یوه ناپرمختللي هېواد په توګه د اوبو سرچینو مدیریت ته لږ پاملرنه شوې ده. موږ د یوه کرنیز هېواد په توګه باید دې برخې ته پام وکړو او پانګونه پرې وکړو. د مطالعاتي سازمانونو له لوري شویو مطالعاتو ته په کتو، که افغانستان کې د اوبو کارېدل مدیریت نه‌شي او وضعیت همداسې دوام ولري، تر ۲۰۴۰ پورې به هغه هېواد شي چې د اوبو کموالي له سختو ستونزو سره به مخامخ شي.»

د ملګرو ملتونو د اوبو اړوند راپور پر بنسټ، اوس په نړۍ کې نږدې یو میلیارډه کسان د اوبو له کموالۍ سره مخامخ دي او دا شمېر به تر ۲۰۵۰ کال پورې دوه میلیارډه او ۴۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام