د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په پرتله د کورونا ویروس په مثبتو پېښو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله د پلازمېنې کابل په ګډون، په ننګرهار، هلمند او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کورونا مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې په منځنۍ کچه هره ورځ د کورونا ۳۰ مثبتې پېښې ثبتېدې، خو اوس دا شمېرې ان ۶۰ ته رسېږي.

هغه وایي، سره له دې چې په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي، خو ډېری هېوادوال د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې او لارښوونې په پام کې نه نیسي. علیزی زیاتوي، خلک ماسک نه کاروي، لاسونه په سابون نه مینځي او ټولنیز واټن ته هم پام نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په کچه، په ځانګړې توګه امریکا او هندوستان کې ورځ تر بلې د کورونا په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راځي. دغه راز، په وروستیو ورځو کې په پاکستان او ایران کې هم پر کورونا د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې ډېره مړینه هم له ځان سره لري، خو د هېواد د عامې روغتیا وزارت وایي، په کابل کې له ۱۸ کلونو د لوړ عمرلرونکو کسانو لپاره یې د کورونا ضد واکسین هم پیل کړی او خلک کولای شي په ډېری دولتي روغتونونو کې یې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام