یو‌شمېر هلمندۍ مېرمنې وایي چې د دغه ولایت رسنیو د کورونا ویرووس په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره ځانګړې خپرونې خپرې کړي او له دې وبا څخه د خونديتوب په برخه کې یې ورته اړینې لارښوونې رسولي او خپل مسوولیت یې ادا کړی دی.

د هلمند ولایت د دوو اوسېدونکو پرزین او حسینې ترڅنګ، د عامې روغتیا ریاست د سرویلانس د برخې مسوول ډاکتر احمدخان ویاړ سلام‌وطندار ته وایي چي کورونا ویرووس نه یوازې په هلمند، بلکې په ټول هېواد کې خپلې اغېزې خپرې کړي چي په دې برخه کې رسنیو د خلکو د عامه پوهاوي په موخه بېلابېلې خپرونې او پیغامونه خپاره کړي او خپل مسوولیت یې ادا کړی، خو د دې عامه پوهاوي سره سره بیا هم د ټولنې وګړو ته د ښځینه‌وو په ګډون، ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

په هلمند ولایت کې ډاکتراحمدخان ویاړ وایي: «کورونا ویرووس يوه نړيواله وبا ده چي ټوله نړۍ یې په شور راوستلې ده او یو بدبخته مرض دی . واقیعاً که وګورو، اغېزې یې تر ډېره پورې پر اقتصادي، ښوونیزو او دې ته ورته پر نورو برخو باندې هم اچولي دي. ګڼ‌شمېر هېوادونه شته چي اوس د دې توان او طاقت نه لري چي نور یې کنټرول  کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د عامې روغتیا ریاست ټول ټیم او په ضمن کې د عامې روغتیا رئیس د دې رهبري پرغاړه لري چې موږ ټول د دې کورونا ویرووس د کمیټې ټیمونه او همدارنګه د کورونا ویرووس روغتون د خلکو په خدمت کې دی. او د دې ترڅنګ د اراټي ټیمونه او بېړنۍ څانګې ټیمونه هم موجود دي. که موږ دا درې څپې سره مقایسه کړو، نو په درېیمه څپه کې یې واقعات زیات شوی دی چي تراوسه موږ په  لومړۍ ، دوهمې او درېیمي څپه کې ټولټال ۵۳۶ مثبتې پیښې لرو چې زیاتې ثیت شوې پېښې په درېیمه څپه کې دي چي  شمېر یې نږدې د ۲۰۰ پرشاوخوا ثبت  شوي دي چې د دې څپې  واقعات نظر اولي او دوهمې څپې زیات دي.»

د دوی په خبره، په هلمند ولایت کې د کورونا ویرووس پر وړاندې د عامې روغتیا ریاست لخوا، ځانګړي تدابیر په پام کي نیول شوي او د کورونا ویرووس د خپرېدو پرمهال هرې رسنۍ تر ټولنې عامه پوهاوی او د عامې روغتیا ریاست ټولې سپارښتنې پر وخت رسولي دي .

د هلمند اوسیدوونکي پرزین وایي: «د دغو ستونزو څخه یوه عمده ستونزه اقتصادي زیان دی چي خلکو ته په مجموع کې له کوره څخه د باندې د وتلو او خپل ورځني کاروبار ته اجازه نه ورکول کېده .

په دې هکله رسنیو ډیر کار وکړ چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي د کورونا ویرووس په اړه یې هراړخیزې خپرونې وړاندې کړې، څو خلک په دې پوه کړي چي کوم ډول خواړه وخوري، د لاس مینځلو او له خلکو سره د تماس نیولو په وخت کي کومې لارښوونې په پام کي ونیسي، څو خپل ځان او د خپلې کورنۍ نورغړي د دې وژونکي ویرووس څخه وژغوري.»



په همدې حال کې د دغه ولایت د یوې بلې اوسېدونکې حسینې په وینا، رسنیو له کورونا ویرووس څخه د خوندیتوب په اړه له دوی سره د اړینو لارښوونو په رسولو کې مرسته کړې او دوی یې له دې ویرووس څخه خبر کړي دي.

نوموړې وایي: «رسنیو خو موږ ته د کورونا ویرووس په هکله ډېر معلومات راکړي چي موږ باید د ګڼې ګوڼېه کې ماسک وکارو، خپل لاسونه بیا بیا ومینځو او د وګړو ترمنځ واټن ته پام وکړو.

کورونا ویرووس د مېرمنو په ژوند کې ډېر منفي اغېز کړی چې نه یوازې په اقتصادي برخه، بلکې د ماشومانو په روزنه کې چې ټول ورونه او خویندې د زده کړو څخه بې برخې پاتې شول.»

د دې ترڅنګ د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک سلام‌وطندار ته ویلي چې کورونا ویرووس د خلکو شتمني زیانمنه کړې او د خلکو پر اقتصاد یې ناوړه اغېړه کړې ده.

نوموړی وایي حکومت د هغو کسانو لاس نیوی کړی چې دې وبا ځپلي او له دوی سره یې پر وخت مرستې کړي دي.

نوموړی وایي.: «دا چې د کورونا ویرووس یو سخته ناروغي ده او د صحت یا صحت عامې د هغه وقایوي تدابیرو پراساس باندې چې باید خلک یې ونیسي او دې ته ځانګړې توجه وکړي، ځکه چې مرګون ناروغي ده. نو ځکه په تېرکال کې هغه کسان چې د کورونا پر ناروغۍ اخته شول، ډېرو کسانو یی خپل ژوند له لاسه ورکړ چي نه یوازې خلک په دې ناروغۍ کې له منځه ولاړل، بلکې په ډېره لوړه کچه باندې یې خلکو ته اقصادي زیانونه هم واړول چي ډېری دوکانونه وتړل شول او قرنطین شو. نو البته ډېری خلکو به په دې اړوند په تېرکال کې خپلې دندې له لاسه ورکړي وي. د حکومت لخوا څخه هغه کسان چې پر دې ناروغۍ  اخته شوي، خپل ژوند له لاسه ورکړی، په تېرو وختونو کي هغه اسانتیاوې او هغه اړتیاوې چې دوی درلودې او یا کوم څه چي د دولت په واک کې و، هغه د خلکو سره شوي او دې ته یې زمینه برابره کړې چې د دوی درملنه وشي او ځینې هغه روغتونونه چې د کورونا  اړوند دي، په هغه ځایونو کې د دوی درملنه شوې. ان شاء الله په راتلونکي کې به هم ټول هغه وقایوي تدابیرچې د صحت له لوري وړاندې کېږي، هغه په مجموعي توګه ځانګړې پاملرنه ورته کېږي او ولایتي اداره به دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي چې په دې برخه کې خپل اقدامات ترسره کړي.»

دا چې ډیری مېرمنې په کورونایي وضعیت کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وې، په اړه یې په هلمند ولایت کې د مدني ټولنې غړې فاطمه سادات وایي، کورونا ویرووس د ژوند هره چاره ځپلې او په ټپه یې درولې ده، نوموړې زیاتوي چې کورونا ویرووس د مېرمنې ښوونه او روزنه هم تر خپلې اغېزې لاندې راوستې، خو وایي چې د هلمند ولایت رسنیو د دوی دغه تشه ډکه کړې او د قرنطین پرمهال یې دوی ته ځانګړې خپرونې جوړې کړې وې.

نوموړې په دې اړه وایي: «هره رسنۍ د ځان لپاره یوه روغتیایي خپرونه لري چي دغو خپرونو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او خلک یی هم په دې پوه کړي چي د کورونا ویرووس د مخنیوي لپاره او یا هم د کورونا ویرووس سره د مبارزې په موخه دوی څه وکړي. کورونا ویرووس په ټوله کې ټولو وګړو ته زیان اړولی چې د مېرمنو تعلیمي برخه یادولای شو چې د پوهنې برخه یې ډېره ور زیانمنه کړی وه، د هلمند ولایت د محلي رسنیو د کړنو څخه ډیر راضی یو، ځکه دوی د کورونا لپاره ځانګړې خپرونې درلودې او په اړه یې د عامه پوهاوي اعلانونه یې وړاندې کول چې خلکو ورسره عامه پوهاوی ترلاسه کوی او د عامه پوهاوي کچه ډېره ورسره لوړه شوه چې له کورونا ویرووس څخه خوندي شي.»

که څه هم یو‌شمېر هېوادونو له افغانستان سره د کورونا ویرووس واکسین مرسته کړې، او په هېواد دننه خلکو ته د واکسین د ورکولو چارې په عملي بڼه روانې دي، خو بیاهم وګړي له کورونا ویرووس څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره روغتیایي لارښوونو ته پام کوي

مسکا راډیو – هلمند ولایت


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د مسکا راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام