ساحل د نورستان ولایت اوسېدونکی دی او د کورونا په لومړۍ څپه کې یو له هغو لسګونو نورستانیانو وو چې پرې اخته شو. نوموړی وايي، د کورونا ناروغۍ پر ضد په جوړ شوي مرکز کې يې درملنه شوې ده.

ساحل وایي، که څه هم اوس ښه دی؛ خو نفس تنګي او د بدن سستیا لا هم ورسره ده او ترې نه دی اوزګار شوی.

نوموړی وایي، که څه هم د کورونا دردونه ډېر شدید وو، اوس د داسې دردونو احساس نه کوي؛ خو وجود یې لا هم دومره مقاومت نه لري چې دی هر درد عادي وګڼي.

د نورستان بل اوسېدونکی عبدالصمد بیا د تېر ژمي په وروستيو کې پر کورونا ويروس اخته شو، نوموړی وایي، له پيله يې له عادي ډاکټرانو درمل اخيستي او خپله یې پاملرنه کړې.

نوموړی زياتوي، که څه هم اوس په بشپړه توګه ښه شوی خو وېرېږي چې بیا ځلې پر يادې ناروغۍ اخته نه‌شي.

د نوموړي په وینا، کورونا نه د ژغورنې لاره همدا ده چې ولس باید خپله روغتیایي لارښوونې عملي کړي او له مسوولانو غواړي چې په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

ډاکټر جان محمد اسماعیل‌خېل چې د نورستانيانو د ژوند په اړه پوره معلومات لري وايي، که څه هم کورونا په پر بېلابېلو بڼو پیدا کېږي او مخنیوی یې هم په اسانه د درملنې له لارې نه کېږي؛ خو وايي، که خلک فاصله مراعت کړي او بې‌ځایه ونه ګرځي، په ښه توکه يې مخنیوی کېږي.

ډاکټرجان محمد اسماعیل‌خېل زياتوي، که څه هم د کورونا ناروغۍ له تېرولو وروسته په بدن کې اغېزې پاتې کېږي؛ خو په خبره يې چې ډېر د اندېښنې وړ نه ده.

نوموړی همداراز وايي، که څه هم د کورونا دویمه څپه خپره شوې خو دا په دې معنا نه ده چې د لومړۍ څپې په پرتله دې دا زوروه وي.

نورستان په افغانستان کې هغه ولايت و چې له ټولو وروسته په‌کې د کورونا ويروس خپور شو؛ خو د نورو ولایتونو په پرتله په دې ولايت کې يې د نيول شويو کسانو کچه کمه وه او ډېری خلک پرې اخته نه شول.

کورونا یو خطرناکه ناروغي ده چې په یوه کال کې په ټوله نړۍ کې خپره شوه او ډېر انسان يې ووژل او ښایي لا هم د نړۍ ډېری وګړي د ياد ویروس قرباني شي.

د يادولو ده چې نورستان کې لا هم هغه ټيمونه چې تشخيص لپاره د کورونا نمونې واخلي بشپړ نه دي او د درملنې برخه کې يې هم کچه کمه ده.

نورستان ولايت، الينا راډيو


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د الینا راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام