دا چې ۲۰۱۹کال کې کورونا له چينه خپره شوه او افغانستان ته هم راورسېده، افغانانو ته يې د اقتصادي ستونزو تر څنګ له هېوادوالو ډېرې قربانۍ واخيستې. د دغه حالت دوام د روزګان ولایت د یو شمېر مېرمنو ژوند له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړ.
د ياد ولايت اوسېدونکې پروانه وايي، د کورنۍ اقتصادي وضعيت يې ډېر خراب حالت کې دی. نوموړې وويل، د کورونا ويروس له خپرېدو وړاندې يې مور د غوا شيدې پلورلې او د کور لګښتونه يې پوره کول؛ خو د کرونا له خپرېدو سره يې شيدې نه پېرل کېږي، غوا يې پلورلې او اقتصادي وضعيت يې خراب شوی دی.
د روزګان ولايت نورې اوسېدونکې شریفه او نسيمه وایي، کورونا يي ژوند تياره کړی او په دې ولايت کې ښځو لپاره له کورونا څخه ژغورنې برخه کې هېڅ د عامه پوهاوي پروګرامونه نه دی پلی شوی، تر څو دوی يې لارښوونې عملي کړي او ځان وژغوري.
د دوی په وينا، ښځي د روغتیا او زدهکړو برخه کې ډېرې ستونزې لري، ډېری مواردو کې د کليوالو خلکو مېرمنې نهشي کولای چې د ښځې د ولادت لپاره روغتونونو ته لاړې شي، ځکه چې له کورونا وېره لري او د زدهکړو برخه کې يې ټولې هيلې ځکه له منځه تللي چې ټول ښوونيز مرکزونه تړل شوي دي.
دا چي د روزګان ولایت د ښځو چارو ریاست ښځينه ريیسه نه لري او نارینه ريیس يې څو ورځې وړاندې له خپلو نورو همکارانو سره د ۴۵۰۰۰۰ افغانیو پر فساد لاس په لاس ونیول شو، نو په دغه ریاست کې مو څوک د مرکې لپاره پیدا نه کړل؛ خو په یاد ولایت کې د مخکښه ښځو مدني ټولنې مشره مهتاب محمدي وايي، کورونا له روزګانۍ ښځو هر څه اخیستي او خیر غوښتلو ته يې اړې کړې دي.
نوموړې وايي، هره ورځ يې کور ته ښځې راځي او د کار غوښتنه ور څخه کوي.
مهتاب محمدي وايي، د سلګونو روزګانۍ مېرمنو لاسي صنایع دا مهال په کورونو کې پاته دي او هغه بازار چې له دې وړاندې د روزګانۍ مېرمنو لاسي جوړو شوو توکيو درلودلی له منځه تللی دی؛ نو په خبره يې ځکه ټولې ښځې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې روزګان ولایت ته د کورونا ویروس د دويمې څپې په راتګ سره د کرونا ویروس پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي چې شمېر يې دا مهال تر لمړۍ څپې زیات شوی دی.
د دغه ولایت د مرکزي روغتون د ريیس ډاکټر امین الله توخي په خبره په لمړۍ څپه کې دغه ولایت کې ۶۴ اوسېدونکي په کورونا ويروس اخته شوي وو؛ خو دا مهال دغه شمېر تر ۱۳۰ هم اوښتی دی.
روزګان ولايت ـ تړون راډيو
دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د تړون راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.