که څه هم  د کورونا ویروس د مخنیوي په پار خلکو ته د یادې ناروغۍ د عامه پوهاوي بهیر ډېر ګټور و او مثبتې پایلې هم لرلې، خو هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو راپدېخوا د کورونا په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي بهیر اغېزمن شوی دی.

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې د کورونا ویروس د مخنیوي لارو چارو ته پام کم شوی او ځینې برخو کې په نشت حساب دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې کورونا یوه وژونکې ناروغي ده او د مخنیوي لپاره یې باید اړین تدابیر ونیول شي. د کابل ښار اوسېدونکې زهرا وایي، په دې وروستیو لسو میاشتو کې د کورونا په اړه هېڅ خبر نشته او خلک یې پر وړاندې ډېر بې‌پروا شوې دي.

نوموړي وویل: «خلک له ډېرو نورو بدبختیو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. خپله دوه ځلې په کورونا ناروغۍ اخته شوم، د کورنۍ غړي او خپلوان مې ډېر بې پروا وو. زما سره یې ناسته ولاړه کوله، ما به چې ویل، زه کورونا یم، دوی ته عادي ناروغي ښکارېده. ویل یي خیر دی، ځکه چې خلک پوهاوی نه‌لري. له حکومت څخه غواړم چې په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي. حکومت او مسوولانو دې وروستیو کې نه د رسنیو لخوا او نه هم له کوم بل پلوه، خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړی. دوی مسوولان دي، که جدي یې ونه ګڼي‎، عام خلک خو یې اصلا په فکر کې نه دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی مزمل بیا وايي چې دا مهال د کورونا پرضد ډېر واکسینونه تطبیق شوي او تر ډېره یې مخه نیول شوې ده. خو د نوموړي په وینا خلک باید کورونا جدي وګڼي، ځکه افغانستان بې‌وزله هېواد دی او درملنه یې خورا ستونزمنه ده.

په ورته مهال یو‌شمېر نور کابل ښاریان بیا وايي چې لوږې او بې‌وزلي دغه ناروغۍ ته د خلکو پام کړی او په وینا یې، ځینو بې‌وزلو ته دغه ناروغي لوبه ښکاري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امر وايي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د عامې روغتیا وزارت او همکاره موسسو عامه پوهای ورکړی او دې برخه کې یې ډېر کار کړی دی.

نوموړی تاییدوي چې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په کمېدو سره د عامه پوهاوي کچه هم یو څه کمه شوې. د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، کورونا ویروس هم د یوې ګواښوونکې ناروغۍ په توګه شته او له خلکو  قرباني اخلي.

 د کورونا ګواښ ته په پام اړتیا ده چې حکومت باید خلکو ته د یادې ناروغۍ د مخنیوي په پار د رسنیو او جوماتونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ځکه دغه دوه لارې تر ډېره ګټورې دي.

 په ورته مهال روغتیاپالان له خلکو هم غوښتنه کوي چې کورونا ویروس جدي وګڼي او روغتیايي تدابیرو ته پام وکړي.

د دوی په وینا، خلک باید په عامه ځایونو کې له تګ‌راتګ ډډه وکړي، ماسک وکاروي، یو بل څخه واټن مراعت کړي او په عامه ځانونو کې د توکو له لمسولو دې ډډه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د کورونا ویروس څخه د ځان ساتلو لپاره اړتیا ده چې خپل لاسونه په وار وار پرېښمنځو، په سترګو، خولې او پوزه له لاس‌وهو ډډه وکړو او د مکروبونو ورکولو لپاره له الکولو استفاده وکړو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام