د افغان ـ جاپان روغتون مسوولان وايي، په وروستیو ورځو کې د کووېډ ۱۹ ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.

د دغه روغتون مسوول زلمي رښتین سلام‌وطندار ته وویل چې نن په دغه روغتون کې له ثبت شویو ۶۷ شکمنو پېښو څخه ۵ یې مثبتې وې، په داسې حال کې چې دا شمېره په وروستیو ورځو کې یو یا دوو پېښو ته رسېدلې وه.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کورونا ویروس د ناروغانو د شمېر د زیاتېدو په صورت کې یې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هاژیر وایي، د کورونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۱۷ روغتیایي مرکزونه او د واکسین ۶۱۵مرکزونه فعالیت کوي.

هغه زیاتوي، اوس‌مهال په هېواد کې د کورونا ۲.۸ میلیون دوزه واکسین شته او ټاکل شوې ۶.۸ میلیون دوزه نور واکسین،  نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې د روان کال د درېیو لومړیو میاشتو په پرتله د کووېډ۱۹ ناروغۍ شمېر راکم شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټولیز ډول له ۱۸زره او ۷۲۴ کورونایي ناروغانو څخه  ۲۸۹ کسان یې مړه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې په ټول هېواد کې له ۳زره او ۳۸۹ کسانو څخه ټېسټ اخیستل شوی چې له دې ډلې ۱۵۶ یې مثبت او ۱۰۶ ناروغان هم ښه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام