Asset 1SWN

تېر کال هېواد ته د ۱۰۰۰ ټانکره بې‌کیفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې

13980304000310_Test_PhotoN

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولانو نن چهارشنبه د وري ۲۳مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې تېر ۱۴۰۱ کال کې یې هېواد ته د بېلابېلو بې‌کیفیته توکو د واردولو مخه نیولې ده.

د سټنډرډ ادارې سرپرست فیض‌الله تمیم یادې خبري ناستې ته وویل چې دې ادارې د تېر کال پرمهال هېواد ته د واردونکو بې‌کیفیته تېلو ۱۰۰۰ ټانکرونه بېرته ګرځولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال افغانستان ته په ۶۰۰۰۰ ټانکرونو کې نفتي مواد وارد شوي چې ۱۰۰۰ ټانکره یې د بې‌کیفیته نفتي موادو له امله بېرته ګرځول شوي دي.

دې خبري ناسته کې وویل شول: «د حیرتانو، اسلام کلا، تورغونډۍ، کندهار، نیمروز، فراه، آقینې، جلال آباد او شیرخان په بندرونو کې د څه باندې زر ټانکره بې کیفیته تېلو د واردولو مخنیوی، د تېلو، اوبلن ګاز او روغنیاتو د ۱۲۳۱ نمونو تاییدي او د نفتي زېرمو مالکینو او سوداګرو ته اړینې سپارښتنې، په وروستي کال کې د دغې ادارې نورې لاسته راوړنې دي.»

د یادې ادارې سرپرست فیض‌الله تمیم همداراز زیاته کړه چې تېر کال د سټنډرډ ملي اداې په عوایدو کې څلور برابره زیاتوالی راغلی دی. د نوموړي په وینا، تېر کال یې نږدې دوه میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي.

په همدې حال کې د ستنډرډ ملي ادارې مسوولانو دغه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې دغه اداره هېواد ته د بېلابېلو واردېدونکو توکو د کیفیت معلومولو لپاره هڅې کوي او په وینا یې، اجازه به ورنه کړي چې هېواد ته بې‌کیفیته توکي وارد شي.

په ورته مهال د سټنډرډ ملي ادارې سرپرست له سوداګرو غوښتنه وکړه چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي او پر خلکو یې غږ وکړ چې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم په دې وروستیو کې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د مخنیوي برخه کې هڅې ګړندۍ شوي، خو لا هم په پراخه توګه بې‌کیفیته توکي واردېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام