د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «سیوري» ولسوالي کې یوه څمڅه موندل شوې چې لرغوني ښار ته ورته ده او تاریخي ودانۍ په‌کې لیدل کېږي.

د زابل د مسوولانو په وینا، دا څمڅه لس متره اوږدوالی او تاریخي بڼه لري چې لرغوني ښار ته ورته ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حماد نیازي سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم دغه څمڅه له پخوا څخه په دې ولسوالي کې وه، خو تراوسه یې په اړه مسلکي څېړنې نه دي شوي، څو معلوم شي چې یاده څمڅه یو تاریخي ښار دی او که د طبیعي پېښو له امله رامنځته شوې ده.

نیازي زیاته کړه چې په دې څمڅه کې ډېره تیاره ده او له همدې امله تراوسه څوک نه دي بریالي شوي چې د دغې څمڅې وروستۍ برخې ته لاړ شي.

هغه څرګنده‌ کړه چې په دې اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مسلکي څېړنې پیل شوي، څو په ډاګه شي چې دا تاریخي ښار له پخوا څخه دلته شتون درلود او که د طبیعي پېښو له امله رامنځته شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان ټینګار کوي، که چېرې دې څمڅې ته پام وشي، د ډېری سیلانیانو پام به راجلب کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام