په زابل کې یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي نن سهار د پوځ د یوه کنډک د خوشې کولو په بدل کې وسله‌والو طالبانو ته پرېښودلې ده.

د سرچینې په وینا، په دغه ولسوالي کي د ملي اردو یواځینی کنډک نن سهار  وسله‌والو طالبانو ته په دې شرط ور تسلیم شوی چي په دغه کنډک کي ټولو مسوولانو ته به اجازه ورکول کیږي، څو مرکز کلات ته ولاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې زیاته کړې چې اوس له شینکۍ ولسوالي څخه راوتلي ملي اردو سرتیري او یوشمېر مسوولان د زابل مرکز کلات ښار ته د رسېدو په حال کي دي.

وسله‌والو طالبانو هم سلام وطندار ته په یوه رالېږل شوي خبرپاڼه کي منلې چي د شینکۍ ولسوالي په وروستۍ قرارګاه کي يې زیاتي وسلې نیولي او ټوله ولسوالي د دوی لاس ته لوېدلې ده.

ویل کېږي چي له تیري یوې اوونۍ راهیسې د زابل مرستیال والي عنایت الله هوتک د امنیت امر عبدالناصر ناصري، ولسوال محب الله او د دغې ولسوالي امنیه قومندان حاجي ظاهر  په یاد کنډک کي محاصره وو چې نن سهار ټول ور څخه ژوندي راوتلي او ولسوالي يې طالبانو ته خوشې کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله‌والو طالبانو د هېواد په ګڼ‌شمېر ولسوالیو بریدونه پراخ کړي چې له امله یو‌شمېر ولسوالۍ د دوی لاس ته لوېدلي دي. خو امنیتي بنسټونو بیا ویلي چې د جګړې په ډګر کې یې طالبانو ته ماته ورکړې او د دوی پر وړاندې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام