د ملګرو ملتونو  د بشري‌حقونو شورا پرون ویلي چې افغانستان کې د ښځو او مېرمنو د وضعیت په اړه بېړنۍ ناسته جوړوي.

د بشري‌حقونو شورا همداراز زیاته کړې چې ټاکل شوې، دغه ناسته د روان ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې کې د یادې شورا په پنځوسمه ناسته کې جوړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا ویاندې ژنو ښار کې خبریالانو ته ویلي چې فرانسه او اروپايي ټولنه د دغې ناستې د جوړېدو غوښتونکې ده او نور هېوادونه یې هم ترې ملاتړ کوي.

بل‌خوا فرانسې او اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا رییسې ته په یوه استولي لیګ کې ویلي، افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د نجونو او مېرمنو د بشري‌حقونو وضعیت خورا خراب شوی او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو عالي کمېشنري افغانستان کې د ښځو وضعیت له ناورینه ډکه بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې ښځې او نجونې له سېسټماټیکې ځپنې سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ډېر شوي او خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام