Asset 1SWN

سلام وطندار

ایرانی چارواکی: له افغانستانه د نشه‌يي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی

Afghan farmers harvest poppies in the Nad Ali district of Helmand Province in Afghanistan, April 16, 2015. In a peaceful corner of Helmand Province, poppies grow in plain sight, directly taxed by a government ever more deeply involved in the drug trade. (Bryan Denton/The New York Times)

له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو قاچاق په اړه د اندېښنو په لړ کې د ایران یوه چارواکي له افغانستان څخه دغه هېواد ته د قاچاقېدونکو نشه‌يي توکو د کشف له ډېروالي اندېښنه ښودلې.

د اېرنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر ایرج کاکاوند تېره ورځ په بوشهر کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې د روان کال له پیله تر دې مهاله ۴۷۰ ټُنه بېلابېل نشه‌يي توکي دغه هېواد کې کشف‌او‌ضبط شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر زیاته کړې چې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی دی.

هغه وویل: «له دې کشفیاتو سره له افغانستان څخه د صنعتي نشه‌يي توکو په کشفیاتو کې د ۲۱سلنې د ډېروالي شاهدان یوو.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې یې ۱۸زره او ۵۰۰ عملیاته کړي چې په پایله کې یې د نشه‌يي توکو ۱۱زره قاچاق‌وړونکي نیول شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق پر مخنیوي د ټينګار ترڅنګ سلام‌وطندار ته وايي، هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق صفر ته ښکته شوی دی.

نوموړي وویل: «ا.ا چا ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو پېر او پلور ورکړي، که یې څوک کوي، اسلامي امارت به یې ونیسي او عدلي بنسټونو ته به یې وسپاري.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ملګروملتونو له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان نړۍ کې د متامفتامین تر ټولو چټک تولېدونکی هېواد دی او ګاونډیو هېوادونو ته د دې موادو قاچاق ۱۳سلنه زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام