Asset 1SWN

اوچا: شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي بېړني وضعیت سره مخ دي

World-Food-Program-in-Afghanistan-pu9tkrkhom7zrok10bnlkxp6o6dt8ecyo9ymivrzig

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې اوس شپږ میلیونه افغانان خوړو ته د نه لاسرسي له کبله سختې شپې او ورځې تېروي.

کابل ښار کې یو کارګر وحیدالله وايي، بې‌وزلي او وزګارتیا یې لامل شوې چې خپلې کورنۍ ته د اړتیا وړ خواړه ور و نه‌شي رسولی. هغه سلام‌وطندار ته ویلي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«د ورځې لس یا پنځه ډوډۍ کور ته وړم، خو چا ته نه رسېږي. سهار چې راتلم، زوی مې راته وویل چې پلاره بېګاه ته ډوډۍ راوړې. ما وویل که مې کار وکړ، خو که مې ونه کړ، مړېدل مو په خدای، مجبور وږي پاتې شئ. روزګار خراب دی. سهار شپږ بجې راځم، همدلته د ماښام تر شپږو چې هر کار وي، کوم یې، څو د څو ډوډیو پیسې ووځي.»

په همدې حال کې د نورستان یو اوسېدونکی احمد وايي چې د څه مودې راهیسي نه‌شي کولای خپلې کورنۍ ته درې وخته ډوډۍ چمتو کړي، بلکې ایله د یوه وخت خواړه ورته برابر کړي.

«کار نشته، کرنه نشته؛ دلته خلک ډېر بې‌وزله دي او په بد وضعیت کې ژوند کوي. خوراکي توکي، که د سبا لپاره یې پیدا کړو، بېګاه ته نشته. د مرستندویه بنسټونو مرستې هم نه را رسېږي.»

د دایکندي ولایت د مرکز نیلي اوسېدونکی جمعه‌خان هم وايي چې د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولای خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړي. نوموړی زیاتوي چې خپلو ماشومانو ته داسې خواړه ورکوي چې د خوړو نه دي.

هغه وايي: «نیلي کې د خلکو وضعیت ډېر خراب دی. خلک خرچه او امکانات نه لري. زه خپله معلول یم او اوس پر کور ناست یم، خوراکي او سوندتوکي نه لرو. شپږ کسان یوو، عاید نه لرو. کار خو د روغو کسانو لپاره نشته، زه خو معلول یم. که مرستندویه بنسټونه مرسته ونه کړي، مړه به شوو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د اړمنو کسانو د لاسنیوي لپاره پر ځینو پلانونو کار کوي چې له ملګرو ملتونو او ځینو نورو مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ به یې عملي کړي.

اوچا څه موده وړاندې ویلي و چې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره د څلور میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام