Asset 1SWN

ښځینه مدافع وکیلانې: د وزګارتیا له امله اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ یوو

per-afghan-women-01-banner

یوشمېر ښځینه مدافع وکیلانې وايي، له تېر یونیم کال راهیسې خپلې دندې ته د نه پرېښودو له کبله اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ شوې دي.

یوې مدافع وکیلې زهره عزیزي سلام‌وطندار ته وویل: «له بده مرغه د اسلامي امارت په راتلو سره او د محدودیتونو له امله له ناوړه وضعیت سره مخ یم، له اقتصادي، روحي او رواني پلوه ستونزو سره مخ یم.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال یوه بله مدافه وکیله چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هم‌مهاله کورناستي ته اړ شوې، وايي چې د ژوند دوام لپاره اړ ده، څو د خپل کور توکي وپلوري.

هغې وویل: «مال او دارايي مې پلورم او خپل ژوند مې مخکې پرې وړم، خاوند مې وزګاره دی، عاید نه‌لرو. د کار په لټه ګرځو، خو کار هم نشته، د کور وسایل مې وپلورل او ژوند پرې مخکې وړم.»

په ورته وخت کې د حقوق‌پوهانو ټولنې پخوانی مرستیال سبحان مصباح وايي، د ښځو اړوند دوسیو مخته وړو په برخه کې د عدالت تامینولو لپاره د ښځینه مدافع وکیلانو حضور اړین دی.

د نوموړي په وینا، د عدالت ټينګښت، د قانون حاکمیت او بنسټ‌ییزو حقونو ته لاسرسي برخه کې د مېرمنو شتون مهم دی.

بل‌خوا د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار وویل، د مېرمنو لپاره د مناسب کاري چاپېریال او د بودیجې نه درلودو له امله د ښځینه مدافع وکیلانو د فعالیت جواز نه دی تمدید شوی.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «کاري بودیجه نه ده برابره شوې. که زمینه یې برابره شي، تمدید به شي او موضوع د اسلامي امارت مشرتابه پورې اړه لري.»

د یادونې وړ ده چې د مخکیني جمهوري نظام سقوط سره، ښځې د حقوقي برخې په ګډون بېلابېلو ادارو کې کار کولو څخه منع شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مدافع وکیلانو د ټولنې شمېرو پر بنسټ، د جمهوري نظام له سقوط وړاندې یو زر او ۵سوه ښځو له دغې ټولنې څخه د فعالیت جواز اخیستی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام