د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د وزیرانو شورا د تصویب خلاف د مدافع وکیلانو د ټولنې فعالیتونه ځنډولي دي. هغوی وایي؛ د عدليې وزارت د وزیرانو شورا له مصوبې څخه په ناسم تعبیر اخیستو سره غواړي چې دا ټولنه منحل اعلان او مال، توکي، شتمني او د دې ټولنې په بانکي حساب کې شته پیسې دغه وزارت ته انتقال کړي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې غړي ټینګار کوي چې د دغه ټولنې په بانکي حساب کې شته پیسې د وکیلانو دي او کوم شخص او کوم بنسټ پورې تړاو نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مدافع وکیلانو ټولنې غړی عبدالشکور دادرس وايي؛ په نړۍ کې هېڅ کس یا ډله د یوه شخص د مسلک سلبولو واک نه لري او د مدافع وکیلانو له شتون پرته په ټولنه کې واقعي عدالت نه تامینېږي.

یو بل مدافع وکیل او ددې ټولنې غړی عبدالحنان حامد وايي؛ مدافع وکیلان په هېواد کې یوه لویه علمي کتله ده او له دوی پرته په ټولنه کې عدالت نه تامین‌ېږي.

دی، مدافع وکیلان د حکومت‌ولۍ په برخه کې د اسلامي امارت ستر موټي بولي او له چارواکو غواړي چې د مدافع وکیلانو خپلواکي وساتي او له دوی څخه ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د مدافع وکیلانو ټولنې ته د فعالیت اجازه ورکړي او د دې ټولنې تړل شوي شتمني چې څه باندې ۳۵ میلیونه افغانۍ کېږي هم ازاده کړي. دوی وايي که غوښتنو  ته یې رسېدنه ونه شي، په لاریونونو به لاس پورې کړي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه په ۱۳۸۷ کال کې د اساسي قانون پر بنسټ خپل فعالیت د پخواني نظام په چوکاټ کې پیل کړ چې څه باندې یوه لسیزه یې فعالیت وکړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام