د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په روان زېږدیز کال کې له ۲۰ میلیونه ډېر زیانمن افغانان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ساتنې خدمتونو او مرستو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوچا نن (د غبرګولي په دویمه، د سه‌شنبې ورځ) پر ټویټر د ملکیانو د ساتنې اوونۍ په تړاو لیکلي چې یاد کسان د ټولیزې ساتنې، د ماشومانو ساتنې، د جنسیت له اړخه د تاوتریخوالي او له ماین سره د مبارزې په برخه کې ساتنې ته اړتیا لري.

اوچا زیاته کړې چې د دغو کسانو د ساتنې لپاره په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دغې ادارې پرون ویلي و چې د ملکیانو د ساتنې اوونۍ شپږمه دوره به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په ودانۍ کې ونمانځل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، په هغې ناسته کې چې نن په دغه سازمان کې جوړېږي، د ملګرو ملتونو سرمنشي به هم د ملکیانو د ساتنې اوونۍ په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې د ملکیانو د ساتنې اوونۍ د دغه سازمان د امنیت شورا د ۱۲۶۵ شمېرې هوکړه‌لیک له مخې د نړیوالې سولې او امنیت د یوې موضوع په توګه په رسمیت پېژندلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام