غزني کې د وروستیو طبیعي پېښو زیانمن مرستې غواړي

اقلیمي بدلونونو، سختو بارانونو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویجاړوونکو سېلابونو په تېرو دوو کلونو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي او د ډېرو کورنیو عادي ژوند یې له ننګونو سره مخامخ کړی دی.
د روان لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو پر مهال په غزني کې لسګونه کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

پکتیکا کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو سلګونه کورنیو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي مطېع‌‌الله منصور سلام‌‌وطندار ته ویلي چې دغه نغدي مرسته پرون سه‌شنبه د غويي ۱۹مه د ناروې کمېټې له لوري پر زیانمنو شویو کورنیو وېشل شوي دي.