د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال یې په دې ولایت کې ۱۶۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د امنیه قومنداني د امنیت امر محمد طاهر مبارز نن یکشنبه په دې اړه یوې خبري ناستې ته وویل، دغه کسان چې په غلا، قتل، اخلاقي فساد، جعل کارۍ، نشي توکو قاچاق او یو‌شمېر نورو جرمنو کې ښکېل دي، امنیتي منسوبینو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل چې له دغه کسانو یو‌شمېر وسلې، نشي توکي او نقله وسایط هم تر لاسه شوي او زیاتوي چې د یو‌شمېر نیول شویو کسان قضيې تر لومړینو څېړنو بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي.

د امنیت امر وایي چې تر پخوا په دې ولایت کې د جرایمو ګراف ۸۰ سلنه ټيټ شوی او دوی هڅه کوي چې د لا نور کار په کولو سره دغه کچه صفر ته راکښته کړي، خو له خلکو هم غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

هغه وویل، د کورنیو چارو وزارت له لوري امنیتي منسوبینو ته ځانګړی لباس هم منظور شوی، څو له غېرې مسووله کسانو یې توپیر ویشي او ژر ده چې ووېشل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، تر هغې وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلي په دې ولایت کې د دوی له لوري شاوخوا شپږ سوه کسان نیولي شوي، چې په بېلابیلو وړو او لویو جرمونو کې ښکېل و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام