په تخار کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت د رستاق ولسوالي په «قزل» سیمه کې یوه کس ځان ځندۍ کړی دی.

د سرچینې په وینا، دغه ۵۰کلن کس محمدقل نومېږي او د بې‌وزلۍ له کبله یې ځان وژنه کړې ده. سرچینې همداراز ویلي چې یاد کس موچي و او شپږ کوچني اولادونه ترې پاتې دي. د تخار محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا د کندهار محلي مسوولانو هم نن ویلي چې د دغه ولایت په سپین‌بولدک ولسوالي کې یوه کس د چړې په وسیله ځان حلال کړی، خو ژوندی دی.

د کندهار د والي وياند حاجي زيد وايي، پېښ د سپین‌بولدک په سامېزو کلي کې رامنځته شوې او په وینا یې، نوموړي کس غوښتل ځان وژنه وکړي، خو نه دی بریالی شوی.

حاجي زید د دغه کس د کورنۍ د غړیو په حواله زیاته کړې چې نوموړي عصبي ناروغي درلوده او غوښتل يې ځان وژنه وکړي. د کندهار د والي ویاند زیاته کړه چې دغه کس روغتون ته لېږل شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوي چې لامل یې بې‌وزلي او لوږه ښودل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام