د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په افغانستان کې د ناورین د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د خوراکي توکو له  کم‌ساري کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دی.

دغې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي. د افغانستان ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په افغانستان کې ډېر ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره له کوره بهر کار کوي او یا هم سوال کولو ته مخه کوي. د دې ادارې په وینا، اوس مهال په افغانستان کې میلیونونه خلک له پراخې لوږې سره مخ دي.

 له هغه وخته چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په هېواد کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی او شاوخوا نیمایي وګړي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې په زرګونو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ښځې او نجونې له کار او زده‌کړو څخه بې برخې شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې ښځې او ماشومان په دغه هېواد کې د بشري ناورین بار په خپلو اوږو وړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغې ادارې همداراز ټينګار وکړ چې د مرستندویه بنسټونو او هېوادونو ملاتړ حیاتي دی او په افغانستان کې ښځې او نجونې باید د ژغورنې مرستو ته لاسرسی ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام