د البانیا، اندورا، استرالیا، بلجیم، بوسنیي او هرزګوین، کاناډا، استوني، المان، ایسلنډ، کوزوو، مالاوي، مغولستان، نیوزلنډ، سویډن، تونګا او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانې نن په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده‌کوونکو د تړلو په غبرګون کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
د ۱۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانې په دې ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه دې خپله وروستۍ پرېکړه بېرته واخلي او ټولو ته دې د زده‌کړو په برخه کې یو ډول او مساوي زمینه برابر کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې په هر پسرلي کې د ښوونځیو پیلېدل د میلیونونو زده‌کوونکو هیله ده څو له خپلو ټولګیوالو او ملګرو سره وویني، د پوهنې بهیر بیا پیل کړي او خپل پرمختګ لپاره یو بل ګام واخلي.
په اعلامیه کې ویل شوي: « مونږ د ښځو او د بهرنیو چارو وزیرانو په توګه له دې خبرې چې په روان پسرلي کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې شوي، ژوره ناهیلې او اندېښمنې یوو. د اسلامي امارت پرېکړه چې ویلي له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړه تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي، د اندیښنې وړ دی ځکه چې دوی په مکرر ډول د ټولو زده‌کوونکو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې وه.»

په اعلامیه کې له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هغو کنوانسیونونو ته دې غاړه کېږدي چې افغانستان لاسلیک کړی. د اعلامیې پر بنسټ: « مونږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې پر خپله وروستۍ پرېکړه دې بیا کتنه وکړي او د هېواد په ټولو ولایتونو کې دې ټولو زده‌کوونکوو ته په مساوي ډول د ز‌ده‌کړو زمینه برابره کړي»

په اعلامیه کې راغلي: « مونږ به له نږدې وڅارو چې ایا اسلامي امارت خپل تضمیونه عملي کوي که نه او مونږ د هغوی د عمل له مخې ارزو، نه د هغوی د خبرو له مخې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ۱۶ هېوادونو د بهرنو چارو وزیرانو زیاته کړې چې په افغانستان کې د دوی د هېوادونو د ونډې اندازه د اسلامي امارت د مکلفیتونو په پوره کولو پورې تړلې ده.
د اعلامیې پر بنسټ، زده‌کړې ته لاسرسی د هر انسان حق دی چې باید هره ښځه او جلۍ ترې برخمنې شي او په مشخصه توګه د نجونو زده‌‌کړه او د ښه ژوند د پرمخ بیولو لپاره د ښځو ځواکمنول په کورنۍ کې اقتصادي ننګونې کموي او د ټولنیزو حقونو او سیاسي نمایندګۍ لپاره یو پلیټ فارم ګرځي.
د اعلامیې له مخې: « ښځې په خپل تعلیم سره د هېواد د ابادی، هوساینې، سولې، امنیت، ټولنیز عدالت او وده کې ونډه اخلي. هېڅ هېواد نشي کولی او نه غواړي چې د خپلو وګړو له پتانسیل او استعداد څخه ګټه وانخلي.»
د نجونو ښوونځي تېر کال وروسته له هغه وتړل شول چې اسلامي امارت د زمري په ۲۴ مه نېټه واک ته ورسېد. اسلامي امارت لومړی له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو اجازه ورکړه او بیا یې ژمنه وکړه چې په نوي هجري لمریز کال کې به ټول ښوونځي بیا پرانیزي.

څو موده مخکې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې به د ټول هېواد د ښوونځیو دروازې د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو پر مخ خلاصې شي. ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي له څو میاشتو تړل کېدو وروسته د وري میاشتې په درېمه د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې بېرته پرانیستل شي، خو د پوهنې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې د نجونو متوسطه او لېسې به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي.
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي و، هرکله چې د ښوونځیو یونیفورم له شریعت او افغاني کلتور سره سم جوړ شي، یاد شوي ښوونځي به د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ
امریکا او لویدیځو متحدینو یې پرون د نجونو لپاره د منځني او عالي ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت پریکړه غندلې ده. د امريکا، کاناډا، فرانسې، ايټاليا، ناروې، بريټانيا او اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي د اسلامي امارت دغه اقدام د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې سره د دوی د کړیو ضمانتونو خلاف ګام وو. دوی خبرداری ورکړی چې اسلامي امارت دې خپله پرېکړه دې ژر تر ژره بدله کړي.
دغه اعلامیه پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزرات له خوا خپره شوې چې پکې ویل شوي دا کار افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د ورکړل شوې ژمنې خلاف دی. اعلامیه وايي چې نړیوالې ټولنې شاوخوا شپږ میاشتې ښوونکو ته په دې هیله معاشونه ورکړل چې ښوونځي به د ټولو په مخ خلاصېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او متحدینو یې د تاسف ځای بللی او ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغه ونیول شو چې له اوو میاشتو انتظار وروسته افغانې نجونې په ډېر لیوالتیا سره خپلو ښوونځیو ته روانې وې. هغوی د افغانستان اوسنیو حاکمانو څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې خپله پرېکړه بدله کړي ځکه دا پرېکړه به افغانو نجونو ته ناوړه پایلې ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام