هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځيو له تړلکېدو نن ۶۰۰ ورځې پوره شوې، خو د ا.ا مسوولان لاهم ټينګار کوي چې د نجونو ښوونځیو تړلي پاتېکېدل لنډمهاله دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې دوشنبه د غويي ۱۸مه خبریالانو ته ویلي چې افغانستان کې نجونې زدهکوونکې تر امرثاني پورې نهشي کولای، ښوونځیو ته لاړې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د ښځو حقونو یوشمېر فعالانو د متقي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. د دوی په وینا، د ښځو او نجونو زدهکړو په اړه د ا.ا سیاست دایمي دی او د اوسني حکومت چارواکي په دغه شان څرګندونو سره غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.
د ښځو حقونې فعالې سیما سادات سلاموطندار ته وايي چې ا.ا د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په موخه د ښځو او نجونو زدهکړو څخه د ابزار په توګه کار اخلي.
نوموړې وویل: «یو ډول باج اخیستل دي چې ښځې او نجونې له زدهکړو وګرځوي. له خپلو هغو تاکتیکونو استفاده کوي چې بلاخره د فشار یوه وسیله له ځان سره ولري، څو ځان په رسمیت وپېژني. هدف یې دا نه دی چې که افغان نجونې ښوونځي او پوهنتون ته لاره پیدا کوي او که نه، هدف یې دا دی چې له دې موضوع د وسیلې په توګه استفاده وکړي او خپل هدف ته ځان ورسوي.»
په ورته مهال د ښځو حقونو یوه بله فعاله حسنا رووفي بیا وايي چې ا.ا د ښځو او نجونو زدهکړو او لوړو زدهکړو په اړه پروګرام نهلري او له همدې امله د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرنېستلو په اړه هیلې نشته.
هغه وویل: «که ځانګړی قانون نه وي، که وغواړي چې دغه تاریخونه پرلهپسې تېر شي، مطمینآ ډېرې پلمې به مخته راشي او دا چې د ښوونځیو دروازې نهپرانېستل کېږي، یوازې د دې لپاره پلمې راوړي چې له اوسني حکومت خلک زړهتوري نهشي، بل څه نشته. تېره دوره کې هم ښوونځي تر امرثاني پورې ښوونځي تړلي وو. کله چې حکومت بدل شو، ټول بېرته پوهنتونونو ته لاړل، زه باوري یم چې ښوونځي به خلاص نهشي.»
بلخوا یوشمېر ټولنپوهان هم پر دې باور دي چې د ښوونځیو تړلکېدو ټولنه کې منفي پایلې لري او دغه پایلې په فردي او ټولنیزه توګه هم لیدل کېږي.
ټولنپوه علي فکرت وویل: «د ښوونځيو تړلي پاتې کېدو د نجونو او ښځو او په ټوله کې پر ټوله ناوړې اغېزې کړي. د ښوونځیو او پوهنتونونو تړليکېدو یو ډول ټولنیز او فردي منفي پیغامونه لري، فردي پیغامونه یې دا دي چې ځانوژنې او ژور خپګان زیات شوی دی.»
په ورته مهال د سیاسي چاروکارپوه طارق فرهادي وویل چې د ښځو او نجونو د زدهکړو په اړه د ا.ا سیاست لامل شوی چې سیمه او نړۍ یې په رسمیت ونه پېژني.
هغه وویل: «د ا.ا په رسمیت پېژندل د نړۍ او ملګروملتونو له لوري تر امرثاني پورې ځنډول شوی. ځکه چې د ا.ا امرثاني د ښځو د زدهکړو حق او نور حقونه ضایع کوي. وخت یې هم ضایع کوي او نړۍ او اسلامي هېوادونه دې موضوع ته متوجې دي.»
د ښځو او نجونو زدهکړې د نړیوالې ټولنې له لوري اسلامي امارت سره د تعامل او رسمیت پېژندنې لپاره له وړاندې شویو شرطونو څخه مطرح شوی، هغه څه چې د ا.ا سیمه او نړۍ ترمنځ د لرېوالي لامل شوی دی.