په غزني کې یوشمېر صنعت‌کاران وایي، په دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو نشتوالي د تولیدي کارخونو د ودې مخه نیولې او د دغه وضعیت په دوام سره به ډېری تولیدي کارخونې وتړل شي.

ناصر محمودي چې په غزني کې د روغتیایي موادو د تولیدي کارخونې مالک دی، سلام‌وطندار ته ویلي چې د معیاري صنعتي پارک نشتوالي، دوی له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غزني کې یو سوداګر محمد سلیمان سرتور هم وایي چې په دغه ولایت کې د صنعي‌پارک او د تولیدي کارخونو لپاره د مشخص ځای نشتون، د دې لامل شوی چې یوشمېر کارخونې له جواز پرته فعالیت وکړي.

هغه زیاتوي چې: «ډېری خلک له پانګونې او  جواز پرته په خپلو کورونو کې فعالیت کوي او بې‌کیفیته مواد په ټيټه بیه بازار ته وړاندې کوي چې دغې موضوع صنعت‌کاران زړه تورې کوي.»

په همدې حال کې د غزني د صنعت‌‌کارانو د ټولنې مسوول عبدالرحمان وایي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۷۰ تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې ډېری یې جوس، خوراکي او روغتیایي توکي تولیدوي. نوموړی خبرداری ورکوي، که په غزني کې معیاري صنعتي‌پارک جوړ نشي، ډېری کارخونې به له فعالیته ولوېږي.

په غزني کې یوشمېر اقتصادي کارپوهان هم په دې باور دي چې په دغه ولایت کې د معیاري صنعتي‌پارک نشتوالی، د پانګې د ايستلو لامل کېږي او د پانګونې کچه راټیټوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرو او پانګونې خونې رییس ګلاب‌الدین امیري وایي چې په دغه ولایت کې د صنعتي‌پارک جوړېدو لپاره د سروې چارې پیل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د غزني په مرکز کې د ودانیو او معدني موادو تولید او پروسس لپاره صنعتي‌پارک شته، خو د کوچني صنعتي‌پارک نشتوالي، د دغه ولایت صنعت‌کاران او سوداګرو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام