هېواد کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو سره، یو‌شمېر ولایتونو کې د درملو بیې لوړې شوي چې په اړه یې د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستۍ یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ځینو درملو بیې دوه تر درې برابره لوړې شوي دي.

دوی وویل، بې‌وزلۍ او د خلکو د وزګارتیا ته په پام، د درملو بیې لوړېدو د غزني د اوسېدونکو او ناروغانو درد نور هم زیات کړی دی. د غزني اوسېدونکي نیوکه کوي چې د اسلامي امارت مسوولان د نرخونو د کنټرول لپاره مشخص پروګرام نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د غزني اوسېدونکي اسلامي امارت څخه غواړي چې ټول ولایت کې په ځانګړې توګه خصوصي روغتونونو کې د درملو قیمت او کیفیت کنټرول کړي.

دا چې د درملو د لوړې بیې په دلیل پوه شو، د ښار ځینو درملتونونو ته مو سر ورښکاره کړ. د یوه درملتون څښتن جلیل وايي، سوداګرو د درملو بیې لوړې کړي ځکه دوی وايي چې مالیات او د ګمرک محصول لوړ شوی. له دې سره د غزني د عامي روغتیا ریاست مسوولان د درملو د بیو کنټرول ستونزمن کار بولي.

د غزني د عامي روغتیا رییس مولوي مصباح وايي، د درملو بیې کنټرول بازارونو کې ځکه ستونزمن دی، چې کمپنۍ بېل بیل قیمتونه لري، خو د عامي روغتیا نظارتي ټېمونه د امکان ترحده د درملو د بیې او کیفیت برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل: «د درملو په باره کې، موږ درته ویلی شو چې انشاالله تعالی مونږ د وس مطابق کوښښ روان کری دی او هڅه کوو چې روغتیا د امارت اصولو  مطابق خرڅ کړي، حتا دغه معلومات موږ له وزارت سره هم شریک کري دي.»

افغانستان د درملو له اړخه په نورو هیوادونو پورې تړلی دی چې د اړتیا وړ درمل له نورو هیوادنو څخه واردوي. د درملو ډېره برخه له پاکستان، ایران، هند، ترکیه او ګڼو نورو اسیايي او اروپايي هیوادونو څخه ترلاسه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې دلیل، د درملو کیفیت او بیه په مختلفو روغتیايي مرکزونو کې توپیر لري چې د خلکو او روغتیاپالانو اندېښنې يې ډیرې کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام