د غور د ۲۰ بستریز روغتون مسوولان وايي چې د دغه روغتون چارې له دوو میاشتو راهیسې د بودجې د نشتوالي له امله درېدلي دي او اوس د ناروغانو درملنه د هغوی په کورونو کې کېږي.

د غور د معتادينو د درملنې روغتون مشر، محمدعمر لعل‌زاد سلام‌وطندار ته وويل چې په روغتون کې د خدماتو بندېدو سره ډېری ناروغان په نشه‌يي توکو روږدي شوي او په دغه ولايت کې د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لعلزاد ټینګار کوي چې د دغه روغتون ټولې ستونزې یې له سیمه‌ییزو او مرکزي چارواکو سره شریکې کړې او د بیا فعالېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

په همدې حال کې په غور کې یو شمېر روږدي کسان سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه مرکز په تړل کېدو سره نشه‌يي توکو ته د دوی لاس‌رسی ډېر شوی دی.

پر نشو روږدي ګل‌محمد وایي چې له دوو کلونو راهيسې د فيروزکوه په يوه کنډوالې کې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره ژوند کوي. د هغه په وينا، روږدي کسان په اسانۍ سره د ٥٠ تر ١٠٠ افغانیو په بدل کې  نشه‌يي توکي ترلاسه کوي او کاروي.

 د ګل‌محمد مېرمن فاطمه وایي چې ۱۷ کاله کېږي چې خاوند یې نشو ته مخه کړې. هغې وویل که څه هم د خپل خاوند د درملنې لپاره یې ډېرې هڅې کړي خو نه ده بریالۍ شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 سره له دې د غور د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې له مرکزي چارواکو سره په ګډه کار کوي څو د دغه ولایت د معتادینو خدمات بېرته برابر او دغه روغتون بیا فعال کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام