Asset 1SWN

د دایکندي اوسېدونکي: د سترګو، غوږونو او ستوني د درملنې لپاره ډاکټر نشته

دایکندي

د دایکندي یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د سترګو، غوږونو او ستوني د درملنې لپاره ډاکټر او درمل نشته او اړ دي چې نورو ولایتونو ته پسې ولاړ شي.

د دایکندي اوسېدونکی سرور صالحي وايي: «د دایکندي په کچه د سترګو، غوږونو او ستوني ډاکټر نشته؛ امکانات نشته چې کمزوري متخصصان د ناروغانو درملنه وکړي. له بده مرغه هغه ناروغان چې سترګې، غوږونه یا ستونی یې خوږېږي، اړ دي چې پر سختو لارو اوږد مزل وکړي، څو نورو ولایتونو ته ورسېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دایکندي اوسېدونکي وايي چې یوشمېر ناروغان د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته نه‌شي تللی.

د دایکندي یو بل اوسېدونکی مجتبی وايي، د سترګو، غوږونو او ستوني درملنې ته نه لاسرسي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي او اړوندې ادارې باید دا ستونزه حل کړي.

هغه زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې ژرترژره د خلکو دا ستونزه حل کړي او د سترګو، غوږونو او ستوني ډاکټران په ولایتي روغتون کې وګوماري؛ ځکه کله چې خلک پر دغو ناروغیو لږ هم اخته شي، نورو ولایتونو ته ځي.»

د دایکندي د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم مني چې په دغه ولایت کې د سترګو، غوږونو او ستوني ډاکټران نشته، خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره به هڅې وکړي.

د دایکندي د عامې روغتیا رییس محمدغني صمیم وايي، د دایکندي روغتون کوچنی دی او د هډوکو، سترګو، غوږونو او ستوني ډاکټران نه لري. هغه زیاتوي: «موږ د سترګو، غوږونو او ستوني متخصصان نه لرو. له نورو ولایتونو هم نه راځي، خو که راشي، ډېر لګښت غواړي چې روغتون یې نه‌شي ورکولی. هڅه دا ده چې ولایتي روغتون ۲۵۰ بستریز کړو، څو ټولې ستونزې حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دایکندي اوسېدونکي داسې مهال د درملنې امکاناتو، په تېره متخصصو ډاکټرانو ته د لاسرسي په اړه شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت تل ټینګار کړی چې د تېر په پرتله روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه شوی دی.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام