د سره صلیب نړېوالې کمېټې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي، افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا هم د افغانانو لویه اندېښنه ده. د یاد بنسټ، په وینا، په زرګونه روغتیايي مرکزونه افغانستان کې تړل شوي او یاهم فعالیت نه لري.

سره صلیب زیاته کړې چې افغانان نشي کولای، خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د درملنې لګښت ورکړي او نه هم ګاونډیو هېوادونو ته سفر کولای شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په رپوټ کې ویل شوي چې ګڼ‌شمېر ناروغان د درملنې لپاره اوږده سفرونه کوي، څو د ځان یا د خپل ناروغ درملنه وکړي.

په همدې حال کې د ناروغانو کورنۍ نشي کولای، د درملنې او درملو لګښت ورکړي او ځينو برخو کې له روغتیايي مرکزونو څخه ناروغان له درملنې پرته رخصت کېږي.

سره صلیب همدراز ټينګار کړی چې افغانستان کې د کوویډ۱۹ واکسین ته د خلکو لاسرسی هم کم شوی دی. یاد بنسټ د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پراساس ویلي، تراوسه شاوخوا ۱۰سلنه افغانانو واکسین ترلاسه کړی دی.

بل‌خوا بانکي او د نغدو پیسو ناورین افغانستان کې پر روغتیايي نظام ناوړه اغېزې کړې دي او افغانان نشي کولای، خپلې اړتیاوې برابرې کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټينګار کړی چې د افغانانو د ژغورنې او روغتیايي خدمتونو ته د بندیزونو لرې کولو په برخه کې خپلې هڅې جاري ساتلي او افغاستان کې د ۲۸ روغتونونو ملاتړي کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم سره صلیب خبرداری ورکړی و چې مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي توان نه لري. یادې کمېټې له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې له افغانانو سره مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام