Asset 1SWN

فاریاب کې یوه کس خپل ورور وژلی

Mountains_and_River_in_Faryab_province

فاریاب کې یوې سرچینې ویلي چې دغه ولایت کې یوه کس خپل ورور وژلی دی. پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د پشتون‌کوټ ولسوالي «ګلیم‌باف» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، د سیدعبدالله په نوک کس چې څو ورځې وړاندې لادرکه شوی و، جسد یې د پشتون‌کوټ ولسوالي «چهارتوت» کلي کې د یوه پلچک لاندې پیدا شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال سرچینې زیاته کړې چې تراوسه د دغې وژنې انګېزه اولامل نه دی معلوم، خو د وژل شوي کس ورور د نوموړي د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی او د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د فاریاب محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې لامل یې تر ډېره کورنی تاوتریخوالی یاد شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام