د غور د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ښځې تېره ورځ د تیورې ولسوالي د «دهن درودي» کلي کې ځانوژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغې ښځې ولې ځانوژنه کړې؟ خو د پېښې په تړاو د اسلامي امارت د ځواکونو د پلټنو د پیلېدو خبر ورکړل شوی دی.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي، ناوړه دودونو او نورو ستونزو له کبله د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.