د کابل-غور لویه‌لاره کې د واورې د اورښت له امله سلګونه مسافر ایسار پاتي

د غورـ کابل لویې‌‌لارې یوشمېر موټرچلوونکي او مسوولان وايي، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو مواصلاتي لارو په ګډون د غورـ کابل لویه‌لاره هم «بک‌ک» کوتل کې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د بدخشان لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو له نشتون د خلکو شکایت

د بدخشان د لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو نه‌شتون او د درملو کمښت څخه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې روغتیايي مرکزونو او درملو ته نه‌لاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

ترکیه: ۲۰۲۲ کې مو ۶۸۰۰۰ ناقانونه افغانان اخراج کړي؛ کډوالو وزارت: باید اخراج نشي

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې له دغه هېواد څخه په زرګونه هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږلي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي وو. د ترکي رسنیو په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې په اخراج شویو کډوالو کې ۶۸۲۹۰ یې هغه افغانان دي چې په ناقانونه دغه هېواد ته تللي وو.

د غور والي: بهرنۍ موسسې د خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو په لټه کې دي

د غور د والي دفتر شنبه د مرغومې اوولسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي د خوړو نړیوال پروګرام له مسوول سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې د والي له قوله لیکل شوي بهرنۍ موسسې د دې پر ځای چې د خلکو لپاره بنسټ‌ییزې پروژې پلي کړي، د بشرحقونو خلاف د خلکو ترمنځ د نفاق او کرکې رامنځته کولو په لټه کې دي.

غور کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې

د غور د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ښځې تېره ورځ د تیورې ولسوالي د «دهن‌ درودي» کلي کې ځان‌وژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی. په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغې ښځې ولې ځان‌وژنه کړې؟ خو د پېښې په تړاو د اسلامي امارت د ځواکونو د پلټنو د پیلېدو خبر ورکړل شوی دی.