Asset 1SWN

د غور والي: بهرنۍ موسسې د خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو په لټه کې دي

احمدشاه-دین_دوست-q0cnhzr3c8ebn051o8rnw57q0gbelzgc3tmj3bh9xk

د غور د والي دفتر شنبه د مرغومې اوولسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي د خوړو نړیوال پروګرام له مسوول سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې د والي له قوله لیکل شوي بهرنۍ موسسې د دې پر ځای چې د خلکو لپاره بنسټ‌ییزې پروژې پلي کړي، د بشرحقونو خلاف د خلکو ترمنځ د نفاق او کرکې رامنځته کولو په لټه کې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې د غور د والي له قوله ټينګار شوی چې موسسو خپلې مرستې داسې تنظیم کړي چې د وېش پر مهال یې د خلکو ترمنځ نفاق، کرکه او لرې‌والی رامنځته کړی دی.

د غور والي ویلي: «که موسسې د خدمت لپاره راغلي، نو باید د خلکو لپاره، سړک، برښنا، بیارغونه او هغه پروژې چې نیمه بشپړې پاتې، هغه دې تکمیل کړي. د موسسو هدف روښانه نه دی او د پروګرامونو تطبیق کې یې ټولنیز عدالت شتون نه‌لري.»

د غور محلي مسوولانو همداراز دې ناسته کې ویلي، دغه ولایت کې موسسې د دوی له همغږۍ پرته پروژې پلې کوي چې د حکومت او موسسو ترمنځ د بې‌باورۍ لامل کېږي او د مرستو د وېش بهیر ټکنی کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې دغه ولایت ته د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر مسوول د سفر موخه اړمنو کورنیو سره د مرستو وېش او څرنګوالی ښودل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام