پر کډوالو د پاکستان حکومت فشارونو افغان کډوال پر اروايي ستونزو اخته کړي

بې‌برخلیکه ژوند، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې او د پاکستاني پوليسو له‌خوا له تاوتريخوالي ډک چلن هغه ستونزې دي چې په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.
دغو ستونزو افغان کډوال وېرولي او پر اروايي ستونزو یې اخته کړي دي. د بښنې نړیوال سازمان هم په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ترکیه: ۲۰۲۲ کې مو ۶۸۰۰۰ ناقانونه افغانان اخراج کړي؛ کډوالو وزارت: باید اخراج نشي

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې له دغه هېواد څخه په زرګونه هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږلي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي وو. د ترکي رسنیو په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې په اخراج شویو کډوالو کې ۶۸۲۹۰ یې هغه افغانان دي چې په ناقانونه دغه هېواد ته تللي وو.