Asset 1SWN

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ بېرته پرانېستل شوه

Screenshot_20231003-064027_WhatsApp

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کابل-جلال‌اباد لویه لاره چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د غر ښوویېدنې له کبله تړل شوې وه، بېګاه شپه ۷ بجې بېرته پرانېستل شوه.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن سه‌شنبه د تلې ۱۱مه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه لویه لاره د یاد وزارت د سرپرست له لوري بېرته پرانېستل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه لاره د کابل دروازې څخه درې کېلومټره لرې د غر ښوویېدنې له کبله تړل شوې وه چې د پاک‌کارۍ چارو په بشپړېدو بېګاه بېرته پرانېستل شوه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د هېواد له مهمو لویو لارو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد ختیځو ولایتونو ته د مسافرو تګ‌راتګ سربېره له یادو ولایتونو څخه سوداګریز توکي هم پر همدې لاره کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام