خوست کې د خوړو او درملو امریت مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې، هغه ۱۳۵۰ کارټنه تاريخ تیري خوراکي توکي نيولي چې د نېټې د نويکېدو او بېرته یې د بستهبندۍ هڅه کېدله.
د خوړو او درملو امريت مسولان همداراز وايي چې د خوست ښار په داخل کې يې د کشفي ارګانونو سره په ګډه هغه ۱۳۵۰ کارتنه خوراکي توکي په يوه ګدام کې نيولي چې تاريخ يې تېر و او هڅه کېده چې بېرته یې نيټه پرې نوې او بيا بسته بندي شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوست د خوړو او درملو امریت، امر ډاکټر ګلزار فقیر وايي چې په نيول شويو توکو کې ۱۷ ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل دي او په تړاو یې يو کس هم نيول شوی دی.
د خوست د خوړو او درملو امريت مسوولانو په وینا، په تېر يوه کال کې يې په ياد ولايت کې په ډېره اندازه تاريخ تېر او بېکيفيته توکي نيولي او ګاونډي هېواد ته یې هم ځينې بېکيفيته توکي بيرته لېږلې دي.