Asset 1SWN

زابل کې د تاریخ‌ تېرو خوراکي توکو پلورل خلک ناروغ کړي

5b921143-ec3b-4565-8598-a5049d347d6e

د زابل اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د یو‌شمېر هټیوالو له‌خوا د تاریخ تېرو خوراکي توکو د پلور له امله خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې مرکز کلات ښار کې یوشمېر هټیوال تاریخ تیري خوراکي توکي پلوري چې خلک یې ناروغ کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۲۴ کلن سیمع‌الله د مرکز کلات ښار اوسیدونکی دی. هغه وايي، څه موده وړاندې یې د ناپامۍ له امله تاریخ تېره خوراکي توکي پېرلي و چې دی یې ناروغ کړی دی.

نوموړي وویل: «ډېرې ستونزې پیدا کوي، لکه د معدې ایچ پایلوري، دا ټوله د ناسمو او تر وخت تیرو خوړو د استعمال او تغذیې څخه راپیدا کېږي. ما ته خپله د همدې تر وخت تېرو خوړو روغتیايي ستونزه جوړه کړې وه.»

د کلات ښار یوه بل اوسېدونکي حسیب‌الله هم وویل چې یوشمېر درملتونونو او هټیو کې پر پېرېدونکو تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي پلورل کېږي. نوموړی له مسوولانو دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. «تر وخت تېرخوراکي توکي د ټولنې په زیان تمامیږي. له دولت څخه غواړو چي مخه یې ونیسي.»

بل‌خوا د زابل مرکز کلات ښار یوشمېر هټۍ‌وال د تاریخ تېرو خوارکي توکو د شتون لامل د هټۍ‌والو بې‌سوادي او د هغو خوراکي توکو واردات ګڼي چې د کارونې نېټه یې ختمېدو ته نږدې وي.

یوه هټۍ‌وال لعل‌محمد وویل: «د دې علت چي تر کومه ځایه موږ ته معلوم دی، ډېری دوکانداران عامه پوهاوی نه‌لري، په لیک‌او‌لوست نه پوهېږي، تاریخ ته نه ګوري څنګه چي لویو هټیوالو په پر کوچنیو هټیوالو توزیع کړل دوی هم هغسي پلوري.»

د زابل مسوولان کلات کې د تاریخ تېرو خوراکي توکو ستونزه تاییدوي، خو وايي، په هرو شپږو میاشتو کې د تاریخ تیروخوراکي توکو د ټولولو کمپاین کوي چې یوازې تېرو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۱۶ ټنه تاریخ تېره توکي له‌منځه وړي.

د کلات ښاروال لطیف‌الله لطیفي وویل، که کوم څوک د تاریخ تېره توکو پلورلو په تور ونیول شي، جریمه او هټۍ یې تړل کېږي.

هغه وویل: «د تاریخ تېرو توکو د راغونډولو لپاره قوانین داسي جوړ دی، چي موږ هر شپږ میاشتي وروسته یو کمپیان کوو، تیرو شپږ میاشتو کي موږ له ۱۵ څخه تر ۱۶ پوري خوراکي او ځیني نور توکي له منځ وړي. که موږ پدې جرم څوک ونیسو جریمه کوو یې او هټۍ یې ور بندوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د تاریخ تېرو خوراکي توکو پلور څخه د زابل اوسېدونکو شکایتونه داسې مهال دي چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کې هم خلک ورته ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام