Asset 1SWN

لوګر کې سېلابونو د یوه ښوونځي ودانۍ ویجاړه کړې

لوګر- ښوونځی

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالي د «موسی‌خان» ښوونځي ودانۍ تېره شپه د سېلاب راوتلو له امله ویجاړه شوې.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې یاد ښوونځي ته د سختو اورښتونو له امله اوبه ورغلي او د ښوونځي ډېری درسي خونو ته زیان اوښتی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي پر مرستندویه بنسټونو او موسسو غږ وکړ چې د ازرې ولسوالي د ویجاړ شوي ښوونځي په بیارغونه کې دې مرسته وکړي.

د ازرې ولسوالي اوسېدونکي هم وایي چې د دې ښوونځي له ویجاړېدو سره ۳۰۰ زده‌کوونکي له لیک‌لوست څخه بې‌برخې شوي دي.

د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په مرکز پل‌علم ښار کې درې نور ښوونځي هم ویجاړ شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې پراخ اورښتونه روان دي چې ځینو ولایتونو کې یې د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام