Asset 1SWN

لوګر کې ۹ ښوونځي بیارغول کېږي

لوګر

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې ۹ ښوونځي بیارغول کېږي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل: «په منظور شویو پروژو کې د مرکز او ولسوالیو ۹ ښوونځیو ته د احاطې دیوالونو، په لمریزه برښنا سمبال د څښاک پاک اوبو شبکو، د لاس مینځلو ځایونو، د عصري او ساده تشنابونو او کانکریټي کثافت دانیو جوړول شامل دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو ښوونځيو بیارغونه د یوې غونډې په ترڅ کې منظوره شوې او د بیارغاونې عملي چارې به یې په نږدې ورځو کې پيل او راتلوونکو شپږو میاشتو پورې به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د عرب په وینا، د یادو ښوونځيو بیارغونې ټول مالي لګښت د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري ورکول کېږي او له بشپړېدو سره به یې سلګونه ښوونکي او ۱۵زره نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو خوندي چاپېریال د څښاک پاکې اوبه او د حفظ الصحې اسانتیاوې برابرې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی چې تراوسه یې ۷۴ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او سل ښوونځي یې بیارغونې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام