Asset 1SWN

لوګر کې ۱۳ نوي ښوونځي پرانېستل کېږي

لوګر پوهنې ریاست

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ نوي ښوونځي پرانېستل کېږي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دا ښوونځي د ولسي خلکو په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې پرانېستل کېږي چې ۸زره نجونو او هلکانو ته به په‌کې د لیک‌لوست زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه، سږ کال هم په مرکز پل‌علم کې درې نوي ښوونځي تاسیس شوي چې په یادو ښوونځيو کې هم ۱۵۰۰ له زده‌کړو محرمو زده‌کوونکو ته د لیک-لوست زمینه برابره شوې.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه،«د پخوا په پرتله د لوګر په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې د خلکو لېوالتیا له لیک -لوست سره زیاته شوې او پوهنې ریاست هم په پوره توان سره هڅه کوي چې د اړتیا له مخې، په لروپرتو کلیو او ولسوالیو کې زده‌کوونکو ته نوي ښوونځي تاسیس او پرانیزي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۲۷۶ دولتي ښوونځي شتون لري چې په یادو ښوونځیو کې سل زره هلکان او ۵۰زره نجونې په لیک- لوست بوختې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام